کورپاڼه / سياست او روانې چارې / اردوغان: موږ ترکيه کې خلافت نه، سيکولر نظام غواړو
رجب طيب اردوغان

اردوغان: موږ ترکيه کې خلافت نه، سيکولر نظام غواړو

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په خپله يوه مرکه کې وايي، چې موږ خلافت نه غواړو، بلکې ترکيې ته سيکولر نظام غواړو، چېرته چې د هر دين خلک خپل ځانونه خوندي وګڼي او د ټولو دينونو خلک حکومت ته يو ډول وي او ټول يو ډول حقونه ولري.

د رجب طيب اردوغان دا مرکه پخوانۍ ده، هغه په ٢٠١٧ کال کې له العربيه ټلويزيون سره خبرې کړې وې او په هغې کې يې دا ويلي و، چې ترکيه به خلافت نه بلکې سيکولر نظام ولري.

خو د اردوغان دا مرکه اوس يو ځل بيا خپرېږي او په ځانګړې توګه په ټولنيزو رسنيو کې ډېره ښکته پورته کېږي.

د اردوغان مرکه ولې اوس خپرېږي؟

د نوموړي د دې مرکې د بيا خپرېدو لامل دا دى، چې په پاکستان کې د روژې له لومړۍ ورځې راهيسې د ترکيې يو سريال (ارتغرل) د پاکستان په ملي ټلويزيون خپرېږي، چې نه يوازې رسنيو ورته پراخ تبليغات کړي دي، بلکې يو شمېر پاکستاني عالمانو هم خلکو ته د دغه سريال د کتلو لارښوونه کړې ده.

ارتغرل غازي ١

يوه پاکستاني عالم مفتي طارق مسعود خو بيا تر دې پورې ويلي دي، چې د (ارتغرل) سريال په کتلو سره ډېر شمېر کافران هم مسلمانان شوي دي.

مفتي طارق مسعود په خپله يوه ويډيو کې ويلي دي، چې د ترکيې ولسمشر اردوغان د اسلام د سرلوړي لپاره دا کار پيل کړى دى، چې اسلامي تاريخ او د مسلمانو اتلانو ژوند د فلمونو او سريالونو په ډول خلکو ته ښکاره کړي.

هغه وايي، چې دا د اردوغان فکر او هدف دى او هغه غواړي چې په هماغه لاره خلکو ته د اسلام پېغام ورسوي، په کومه لاره چې يې خلکو ته رسول اسانه دي، يا چې نن سبا د نړۍ ټول خلک يې ډېر په اسانۍ ګوري.

په ارتغرل سريال کې څه دي؟

ارتغرل په ترکيه کې جوړ شوى يو سريال دى، چې د عثمانيې خلافت نه مخکې وخت پکې ښودل شوى دى. په دغه سريال کې د ارتغرل غازي په نوم د يوه کس مېړانه ښودل شوې ده، چې دا هغه وخت دى چې لا عثمانيه خلافت نه و جوړ شوى.

ارتغرل غازي

دا سريال شاوخوا ٤٠ ژبو ته ژباړل شوى دى او تازه په اردو ژبه کې د پاکستان په ملي ټلويزيون باندې هم ښودل کېږي.

ارتغرل غازي د عثمانيه سلطنت (اوسنۍ ترکيه) د لومړني مشر عثمان اول پلار و. د هغه دور له ١٢٣٠ عيسوي څخه تر ١٢٨١ عيسوي پورې و او هغه د قايي قبيلې مشر و.

دا سريال پنځه پړاوونه يا سيزن لري، چې ټوله ١٥٧ برخې ده. هره برخه يې دوه ساعته ده، دا د کيسې، اداکارۍ او جوړولو له مخې يو په زړه پورې، ښکلى او شاهکار سريال دى.

دا د يوې قبيلې کيسه ده چې کوچيانۍ قبيله ده او د منګولو او صليبيانو سره مخ ده، چې وروسته بيا د يو لوى سلطنت جوړوي چې ٨٠٠ کاله دوام کوي.

ارتغرل غازي د عثمانيې سلطنت د لومړني پاچا عثمان اول پلار و.

د اردوغان مرکې کې څه دي؟

د ارتغرل سريال لپاره د تبليغاتو نه وروسته ډېرى خلکو په ټولنيزو رسنيو کې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ياده مرکه خپره کړې ده. په دغه مرکه کې اردوغان د يوې پوښتنې په ځواب کې وايي، چې موږ په ترکيه کې خلافت نه غواړو بلکې سيکولر نظام غواړو.

هغه وايي، ډېرى خلکو دا ويلي دي چې سيکولر نظام غېر اسلامي يا کفر دى او ځينو خلکو خو بيا دا له ملحدۍ سره هم يو ځاى کړى دى، خو موږ هغه خلکو ته وايو چې دا د حکومت يوه نظريه ده، چې د خلکو له دين سره هېڅ کار نه لري.

هغه وايي، که حکومت سيکولر وي، نو په هېواد کې به د ټولو دينونو خلکو ته يو ډول حقونه ورکول کېږي او ټول به د حکومت له اسانتياو يو ډول ګټه ترلاسه کوي.

نو ځکه موږ په ترکيه کې خلافت نه غواړو او د سيکولر نظام ساتونکي يو.

Loading...

دا هم ولولئ

شېخ عکرمه صبري

اسراييلو د اقصى جومات امام باندې جومات ته د ننوتلو ٤ مياشتينى بندېز لګولى

د اسراييل حکومت د اقصى جومات امام شېخ عکرمه صابري باندې ٤ مياشتينى بندېز لګولى …