کورپاڼه / سياست او روانې چارې / اسحاق ګېلاني: ډاکټر نجيب مې مريد و او پښې به يې راته چاپي کولې
اسحاق ګېلاني او ډاکټر نجيب

اسحاق ګېلاني: ډاکټر نجيب مې مريد و او پښې به يې راته چاپي کولې

خپلواک وېبپاڼه (٣ اپريل ٢٠٢٠): پير سيد اسحاق ګېلاني په خپله يوه تازه مرکه کې ويلي دي، چې د افغانستان پخوانى ولسمشر ډاکټر نجيب د ده مريد و او د هغه پښې به يې چاپي کولې.

اسحاق ګېلاني چې د يو ټلويزيون په (کاکتوس) خپرونه کې مېلمه وه، ځينې پارونکې خبرې کړې دي، چې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب په اړه يې خبرو هم د هغه مينه وال پارولي دي.

اسحاق ګېلاني په خپله دغه مرکه کې ويلي دي، چې ډاکټر نجيب د هغه د ورور ټولګيوال و او د ده نږدې ملګرى و. هغه وايي چې ډاکټر نجيب د ده مريد و او د هغه پښې يې چاپي کولې.

اسحاق ګېلاني په خپلو خبرو کې دا هم ويلي دي، چې ډاکټر نجيب چې کله په تهران کې سفير و نو هم يې ورسره ليدلي و او کله چې هغه ولسمشر و نو په بهرنيو هېوادونو کې يې ورسره ليدلي و.

هغه همدا راز د پاکستان لپاره د جاسوسۍ خبرې هم رد کړې او وې ويل چې دا ټول خبرونه بې بنسټه.

اسحاق ګېلاني وويل، چې هغه د نړۍ په هېڅ هېواد کې په کوم بانک کې پېسې نه لري او د دوى ټول مصارف د دوى له ځمکو څخه پوره کېږي.

هغه وايي چې نيکونه يې له عراق څخه افغانستان ته راغلي و، دوى ډېرې ځمکې درلودې او اوس هم د هماغه ځمکو له حاصلاتو څخه خپل مصارف پوره کوي.

اسحاق ګېلاني چې ٦٧ کاله عمر لري په کابل کې زېږېدلى دى او په تهران کې يې د سياسي علومو د ماسټرۍ سند ترلاسه کړى دى.

هغه تر دې مخکې هم داسې څرګندونې کړې وې، چې خلک يې پارولي و او په ټولنيزو رسنيو کې د هغه پر ضد سختې څرګندونې شوې وې.

Loading...

دا هم ولولئ

حبيب شاه انصاري

د خوست د روغتيا رييس په کورونا ويروس ا خته شوى

د خوست ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد حبيب شاه انصاري او د دغه …