کورپاڼه / اسلام / اسلامي سيکه | تاریخي واقعه
اسلامي سیکه

اسلامي سيکه | تاریخي واقعه

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (۲۳ مارچ ۲۰۲۰): د عبدالملک بن مروان په وخت کې دغه مسلمان واکمن ته احساس وشو، چې د هغه په قلمرو کې چې کومه سیکه (پیسه) رایج ده، هغه د عیسویانو د عقیدې عکاسي کوي، دا پیسه باید داسې بڼه ومومي تر څو د مسلمانانو د عقیدې استازیتوب وکړي. په رایجې سیکې باندې ابن روح القدس لیکل شوي وو.

عبدالملک بن مروان د مصر والي ته ولیکل، چې ته د روم تجارتي نښه پرېږده او په هغې باندې د ابن القدس پر ځای د توحید کلیمه ولیکه. د دې بدلون په اړه چې د روم قیصر خبر شو نو ډېر بد یې وګڼل.

د روم قیصر د وخت واکمن عبدالملک بن مروان ته له ډېرو تحفو سره یو لیک هم واستاوه او له هغه څخه یې وغوښتل، چې همدغه سیکه جاري وساته؛ خو عبدالملک له دغې خبرې نه انکار وکړ او تحفې یې بېرته ورواستولې. د لیک قیصر بیا لیک راواستاوه او د ډالیو کچه یې دوه چنده کړه، خو عبدالملک ډالۍ بېرته ورواستولې او کوم ځواب یې ورنکړ. په درېيم ځل یې ورته یو له ګواښه ډک لیک ولېږه، چې پکې لیکلي یې وو، چې نه دې زما د لیکونو ځواب راکړ او نه دې سیکه رایج کړه، خو که دا ځل دې انکار وکړ، نو زه به په سیکه باندې (نعوذ بالله) ستاسو د پېغمبرۍ په هکله ناوړه الفاظ او ښکنځلې ولیکم او په ټولو اسلامي هېوادونو کې به یې رایج کړم او ته به بیا هیڅ ونه کړای شې.

عبدالملک چې دا لیک ولوست نو سمدستي یې له اهل رای کسانو سره سلا وکړه، له سلا کولو نه وروسته د وخت واکمن سمدستي د روم استازی نظر بند کړ.

د سیکې جوړونې کاریګرو ته یې امر وکړ او د دینار د خوړلو کار پیل شو. پرېکړه داسې وشوه، چې د سیکې په یو مخ دې د توحید کلیمه، په بل مخ د حضرت محمد (ص) نوم مبارک او د عرب سیکې سنه ولیکل شي او بیا دې د هغې وزنونه جوړ کړای شي.

د پرېکړې تر مخه، دغه مهال درې ډوله سیکې لس مثقاله، پنځه مثقاله او د اوو مثقالو د سرو زرو سیکو په قېمت سیکې موجودې وې.

د درهمو نقش له دې امله چې په فارسي کې و، نو هم په فارسي ژبه پاتې شو او د دینار د سیکې نقش چې په رومي الفاظو و، نو ځکه یې هم په رومي ژبه د لیکلو اجازه وشوه، سانچه یا قالب ورته جوړ کړای شو تر څو ټولې سیکې په یو وزن وي.

د دې تر څنګ یو سخت فرمان هم صادر کړای شو، چې ټول اسلامي ملکونه باید دا سیکه رواج او وکاروي او که څوک مخالفت وکړي، نو سخته سزا به وویني او که اړتیا پېښه شي، نو وبه وژ-ل شي.

د دغه قانون تر نافذېدو وروسته د روم سفیر خوشې کړای شو او ورته وویل شول، چې خپل پاچا ته ووایه، چې هر څه دې له ځواکه پوره وي، ویې کړه.

د رومي قیصر استازی روم ته ورسېد او پاچا ته یې ټوله کیسه واوروله، پاچا حیران دریان، اندېښمن او خاموش پاتې شو.

خلکو به د پاچا په اړه ویل، چې ډېرې باټې یې وویشتې، خو معامله بل شان شوه.

Loading...

دا هم ولولئ

جنت

جنت | عبرتناکه تاریخي پېښه

خپلواک وېبپاڼه (۱۸ مارچ ۲۰۲۰): د ۱۹۲۰ ز کال خبره ده. د صوبه سرحد انګرېز …