کورپاڼه / کرکټ / افغان لوبغاړى عظمت الله عمرزى ٢٠ کلن شو
عظمت الله عمرزى

افغان لوبغاړى عظمت الله عمرزى ٢٠ کلن شو

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٤ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې الراونډر عظمت الله عمرزى نن ٢٠ کلن شو.

نوموړي په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د نیوزیلنډ ۱۹ کلنې لوبډلې پر وړاندې په یاد هېواد کې د اوو شپږیزو او دریو څلوریزو پر مټ ۶۶ منډې کړې وې چې له امله یې افغان نولس کلنې لوبډلې د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره موندلې وه.

عظمت الله عمرزى چې د مارچ په ٢٤مه نېټه ٢٠٠٠ کال کې زېږېدلى دى، هغه د افغانستان ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې تر څنګ د کابل ولايت، سپين غر زون او مس عينک زون لوبډلو لپاره هم لوبېدلى دى.

نوموړى الراونډر دى چې ښي لاسې توپوهنه او ميډيم فاسټ توپ اچونه کوي.

هغه په ٥ فرسټ کلاس لوبو کې ١٤٩ منډې کړي او ١٦ لوبغاړي يې سوځولي دي، همدا راز په ١٨ ليسټ اې سياليو کې يې ٣٤٦ منډې کړي او ١٩ لوبغاړي يې سوځولي دي او په ٣ شل اوريزو لوبو کې يې بيا ٢٢ منډې کړي او ٢ لوبغاړي يې سوځولي دي.

عظمت الله عمرزى چې د افغانستان او ايرلېنډ ٣ شل اوريزو لوبو لړۍ ته هم اخيستل شوى و، په هېڅ يوه لوبه کې ورته د لوبېدو چانس ور نه کړل شو او پرته د کومې لوبې ترسره کولو بېرته هېواد ته راستون شو.

په اصغر افغان او افغانستان کرکټ بورډ له دې امله نيوکې کېدې، چې عظمت الله عمرزى يې د څه لپاره په لوبډله کې اخيستى و او ولې يې لوبې ور نه کړې؟

افغانستان کرکټ بورډ چې تل دا خبره کوي چې دوى ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکوي، خو ډېرى ځوانان بيا چې لوبو لپاره واخيستل شي، هلته د لوبېدو چانس نه ورکول کېږي او همداسې پسې بيا ورک شي.

Loading...

دا هم ولولئ

کريم جنت

کرکټ بورډ به د کريم جنت پر وړاندې ګام پورته کړي؟

خپلواک وېبپاڼه (٢٢ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ باندې تل دا نيوکې کېږي چې …