کورپاڼه / اسلام / امريکا کې په لومړي ځل په لوډسپيکر د اذان اجازه ورکړل شوه
اذان

امريکا کې په لومړي ځل په لوډسپيکر د اذان اجازه ورکړل شوه

د روژې په دې مبارکه مياشت کې په امريکا کې هم په لوډسپيکر اذان ته اجازه ورکړل شوې ده، چې اوس به د هرې پنځه وخته په لوډسپيکر کې اذان ويل کېږي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د امريکا په مني سوټا رياست کې په لومړي ځل مسلمانانو ته په لوډسپيکر د اذان اجازه ورکړل شوې ده.

د منياپولس ښار په ټولو جوماتونو کې به د روژې په مبارکه مياشت کې پنځه وخته اذان په لوډسپيکر ويل کېږي.

د منياپولس ښار ښاروال جېکب فرى په دې اړه رسنيو ته ويلي دي، چې هر څوک حق لري چې په خپل دين په ازاد ډول عمل وکړي او د خپل دين سره تړلې چارې په ازاد ډول ترسره کړي.

هغه همدا راز زياتوي، چې دا هېڅ توپير نه لري چې ته يهودي يې، عيسايي يې او که مسلمان يې، خو دا حق لري چې په خپل دين په ازاد ډول عمل وکړې.

اذان چې په اسلامي هېوادونو کې د جومات په سر لګېدلي لوډسپيکر کې ويل کېږي، تر څو مسلمانان د لمانځه له وخت څخه خبر شي او جوماتونو ته لاړ شي، خو په غېر اسلامي هېوادونو کې مېشت مسلمانان بيا نه شي کولاى چې په لوډسپيکر کې اذان وکړي، هغوى يوازې د جومات په محراب کې اذان کوي، که کوم مسلمانان په جومات کې دننه وي نو يوازې هغوى يې اورېدلى شي.

د کورونا له امله د منياپولس ښار ښاروال سره ځايي مسلمانانو تر ليدنې وروسته دا پرېکړه شوې ده، چې مسلمانان د کرنټين په دې حالت کې نه شي کولاى چې جوماتونو ته لاړ شي نو دوى ته دې اجازه ورکړل شي چې په لوډسپيکر کې اذان وکړي.

دا په تاريخ کې لومړى ځل دى چې د منياپولس په ښار کې په لوډسپيکر کې اذان ترسره کېږي.

د منياپولس ښاروال وايي، چې هغه هيله من دى چې اذان به د دې ښار په مسلمانانو کې ثبات او ډاډ راولي او دوى به د روژې مياشت په ښه ډول سره پاى ته ورسوي. هغه وايي، اوس داسې وخت دى چې موږ مجبوره يو ټولنيز واټن وساتو، نو په داسې وخت کې پکار ده چې يووالى رامنځته کړو، نو اذان يووالي او راحت ورکوي او په دې بحران کې دا دواړه اړين دي.

Loading...

دا هم ولولئ

د روژې حکمتونه

د روژې حکمتونه

د رمضان د مبارکې مياشتې په اسلامي شريعت کې له يوې خوا د الله تعالى …