کورپاڼه / بېلا بېل / امریکا له کورونا سره د مبارزې لپاره بهرنیو ډاکټرانو ته وېزې ورکوي
ټرمپ

امریکا له کورونا سره د مبارزې لپاره بهرنیو ډاکټرانو ته وېزې ورکوي

خپلواک وېبپاڼه (۲۷ مارچ ۲۰۲۰): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخپله يوه خبرپاڼه کې ويلي، هغه بهرني ډاکټران چې غواړي په امريکا کې کار وکړي، په خپل هېواد کې د امریکا تر ټولو نږدې قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي.

د امریکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې دا ټکی په واضح ډول راغلی دی، چې دغه ډاکټران به تر ډېره د نوي کورونا ويروس پر ضد مبارزه کوي. د وزرات په وینا، دغه ډاکټران به په هغو روغتونونو کې په کار وګومارل شي چې پکې د نوي کورونا ويروس ناروغان تداوي کېږي.

د امریکا په متحده ايالاتو کې تر اوسه له ۱۰۰ زرو څخه زيات کسان په کورونا ويروس اخته شوي دي، دا په نړۍ کې د کورونا ويروس په يو هېواد کې نيولي تر ټولو زيات کسان دي، دا رقم د چين څخه هم لوړ دی، په داسې حال کې چې دغه ويروس په چين کې رامنځته شوی هم وو، خو هلته بیا ۸۱ زره کسان پرې ککړ شوي وو.

چین د نړۍ هغه هېواد دی چې پکې د ټولې دنيا شل سلنه خلک ژوند کوي، په دې هېواد کې ۱ ميليارد او ۳ سوه ميليونه خلک ژوند کوي، په امريکا کې بيا همدا شمېره له ۴۰۰ ميليونو څخه ټيټه ده، د نفوس له دې ترکيب سره سره چين په دغه ويروس بريالی شو او په دغه هېواد کې اوس دا ويروس تر کنټرول لاندې راغلی دی، خو د امریکا په متحده ايالاتو کې بيا یوازې په څو اوونیو کې وضعيت له چین څخه بدتر شو.

په امريکا کې دې ويروس تر اوسه ټول ۱۸۰۱ کسان وژلي دي، چې ۷۹ یې يوازې پرون خپل ژوند له لاسه ورکړ. په امريکا کې همدا راز ۲۵۲۴ کسان تر اوسه له دې ناروغۍ څخه بېرته ښه شوي دي او تداوي یې شوې ده، د ۹۹۹۷۹ خلکو تداوي همدا اوس جريان لري او د ۲۴۹۴ ناروغانو وضعيت بيا همدا اوس ډېر نازک بلل کېږي.

د دې تر څنګ نن د امریکا د متحده ايالاتو حکومت د خپل تاریخ تر ټولو لوی اقتصادي پاکټ هم اعلان کړ، دا اقتصادي کڅوړه د نوي کورونا ويروس پر ضد اعلان شوې چې د امریکا د متحده ايالاتو د شرکتونو د سقوط د مخنيوي، د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل، د خلکو د دندو د معاشونو د دوام او د کورونا ويروس په مخنیوي کې به وکارول شي. نن د امریکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه کڅوړه چې ۲ ټریلیونه ډالره ارزښت یې درلود، لاسيک کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

لاس وينځل

کورونا ويروس؛ اوازې او حقايق

د کورونا ويروس د درملنې، د مخنيوي او نورو دعوو په اړه پوهان او ډاکټران …