کورپاڼه / سياست او روانې چارې / اوسنى حکومت لنډمهاله دى، له خپلمنځي خبرو وروسته به نوى حکومت جوړ شي
ارګ

اوسنى حکومت لنډمهاله دى، له خپلمنځي خبرو وروسته به نوى حکومت جوړ شي

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ مارچ ٢٠٢٠): يوه امريکايي ډيپلوماټ وايي، چې اوسنى افغان حکومت به لنډمهاله وي او د افغانانو تر خپلمنځي خبرو وروسته به په افغانستان کې نوى حکومت جوړ شي.

اريانا ټلويزيون په خپل يو يو راپور کې دا خبره د يوه امريکايي ډيپلوماټ له خوله کړې ده، خو د ياد امريکايي ډيپلوماټ نوم يې نه دى ليکلى.

په دغه راپور کې ويل شوي دي، چې واک ته رسېدلې اوسنۍ ډلې کوچنۍ دي او اوسني مشران د موازي حکومتونو په جوړولو سره له اور سره لوبې کوي، ځکه چې دا کار امنيتي ځواکونه کمزوري کوي او طالبان ځواکمنوي.

دغه ډيپلوماټ همدا راز د طالبانو د تاوتريخوالي د زياتولو خبره هم نه مني او وايي چې ښايي علت يې دا وي چې د طالبانو بنديان نه خلاصول کېږي. هغه وايي چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره دې يو ټول منلى پلاوى جوړ شي، چې ټولو ته د منلو وړ وي.

اريانا ټلويزيون د ياد ډيپلوماټ له قوله ليکي: ((یواځې دا دوه وړې ډلې دي، چې دا ستونزه یې جوړه کړې ده. ارزښت نه لري چې د څوکۍ پر سر دا ډول ناندرۍ وي، دا لنډمهاله ده. که خدای غوښتي وي، د سولې مساله پر مخ ولاړه شي، آیا په دې ارزي چې د څوکۍ په خاطر هغه هم د یوه لنډ وخت لپاره، افغانستان ته دومره خطرونه پېښ شي؟ د امریکا د بهرنیو چار وزارت غبرګون  یواځې د دې دوو کسانو د خبرولو په خاطر دې، د هغوي د کړنو د خطرونو او د امریکا د نه رضایت په هکله.))

Loading...

دا هم ولولئ

روسيه

که څوک له کرنټينه وتښتېدل، ٧ کاله به زنداني شي

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ مارچ ٢٠٢٠): په روسيه کې د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره سختې …