کورپاڼه / کرکټ / اى سي سي: د ويکټ اخيستو وروسته به لوبغاړي يو بل ته لاس او غاړې نه ورکوي
لوبډله

اى سي سي: د ويکټ اخيستو وروسته به لوبغاړي يو بل ته لاس او غاړې نه ورکوي

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي له لوري د کورونا ويروس وروسته د کرکټ بېرته پيلولو لپاره لارښوونې خپرې شوې دي، چې له مخې يې لوبغاړي به د خوښۍ لمانځلو پر مهال يو بل ته لاسونه نه ورکوي او يو بل ته به غاړې هم نه ورکوي.

د کرکټ د نړيوالې شورا له لوري ١٦ مخونو کې ((اى سي سي بېک ټو کرکټ ګايډلاينز)) سرليک لاندې دغه لارښوونې خپرې شوې دي، چې پکې ويل شوي دي توپ اچونکي به په لاړو باندې توپ نه ځلوي.

د اى سي سي د دغه لارښوونو له مخې، په لوبغالي کې به لوبغاړي له يو بل سره واټن ساتي او داسې خوښي به نه لمانځي چې له يو بل سره يې بدنونه ولګېږي، همدا راز لوبغاړي به خپل خپل سامان يوازې د خپل ځان لپاره کاروي او د بوتل په ګډون هېڅ شى به هم يو بل ته نه ورکوي.

په لوبغالي کې به توپ اچوونکى هېڅ سامان، لکه بنيان، عينکې، جمپر، خولۍ يا نور شيان لوبڅار ته نه ورکوي، هر لوبغاړى به د خپل سامان ذمه واري په خپله اخلي.

توپ اچوونکو ته دا لارښوونه هم شوې ده چې کله توپ په لاس کې راواخلي نو بيا به خپل مخ ته لاس نه وروړي او بيا بيا به په سينيټايزر باندې خپل لاسونه پاکوي، همدا راز لوبڅار به هم دستکشې کاروي.

په دغه لارښوونو کې همدا راز دا يادونه هم شوې ده، چې د تمريناتو پر مهال بايد لوبغاړي لږ تر لږ يو نيم متر واټن وساتي.

اى سي سي وايي، چې دا لارښوونې دوى د خپل روغتيايي ټيم په مرسته جوړې کړې دي او دوى وړانديز کړى دى چې بايد هره لوبډله د روغتيا له برخې يو کس له ځان سره ولري تر څو د لوبغاړو ترمنځ روغتيايي چارو ته له نږدې کتنه وکړي.

همدا راز يو بل وړانديز دا هم شوى دى، چې له نړيوالو سياليو مخکې بايد ټول لوبغاړي د کورونا ټېسټونه وکړي او هر لوبغاړى بايد لږ تر لږ ١٤ ورځې کرنټين شي.

د اى سي سي په دغه لارښوونو کې دا خبره هم شوې ده چې بايد لوبډلې نورو هېوادونو ته په ځانګړو الوتکو کې سفر وکړي او ټول لوبغاړي بايد بيلې بيلې کوټې ولري او ټولو کوټې بايد په يو منزل کې وي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي او راشد خان

اى سي سي: د نړيوالو شل اوريزو لوبو غوره بالر او غوره الراونډر

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي نن د افغان مخکښو لوبغاړو محمد نبي …