کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / بيل ګېټس د کورونا څخه د خلاصون لپاره مايکروچپ بسته کوي
بيل ګېټس

بيل ګېټس د کورونا څخه د خلاصون لپاره مايکروچپ بسته کوي

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ مارچ ٢٠٢٠): د مايکروسافټ بنسټګر بيل ګېټس به د نوي کورونا ويروس سره د مبارزې په ترڅ کې په خپل بدن کې داسې يو کوچنی چپ ځای په ځای کړي چې هغه ته به دا ښيي چې څوک د کورونا ويروس په ضد واکسين شوي دي، چا ټېسټ کړی او چا نه دی کړى.

۶۴ کلن بيل ګېټس چې د مايکروسافټ شرکت بنسټګر هم دی د نړۍ يو له تر ټولو شتمنو کسانو څخه دی، هغه دا اونۍ د Reddit د وېبپاڼې او اپلکيشن له لارې د زما څخه هر څه وپوښته پروګرام کې د خلکو پوښتنو ته ځوابونه ويل‌، د نوي کورونا ويروس د بحث په خبرو کې هغه وويل چې دی به يو کوچنی چپ په خپل بدن کې ځای په ځای کړي چې ډيجيټل سرټيفيکټ به ولري، او ده ته د کورونا ويروس په هکله هر اړخيزه معلومات ورکوي.

بيل ګېټس دې پوښتنې ته په ځواب کې چې تجارت او سوداګري به په داسې ماحول کې څنګه کېږي چې خلک يو بل ته حتاً لاس هم نه شي ورکولی وويل؛ په پای کې به موږ داسې يو ډيجيټل څه ولرو چې معلوم کړي چې څوک کورونا ويروس لري او څوک یې نه لري، او چې واکسين راغی هغه به هم معلوموي، چې چا واکسين کړی او چا نه دی کړی، او که کړی یې وي نو څه وخت يې کړی دى.

دا ډيجيټل څه چې بيل ګېټس ورڅخه بحث کاوه داسې یو شی دى چې لکه يو ټاپه به د انسان په بدن کې نصب کېږي، يا لکه يوه ټاپه داسې به وهل کېږي، يانې يو ډيجيټل ټټو. بيل ګېټس تر دې وړاندې خبر ورکړی و چې د ميت او رايس د پوهنتونونو څېړونکي په دې هکله سخت کار کوي چې داسې يو ډيجيټل څه تيار کړي، چې دا به د واکسین شويو کسانو يو ثبت او ډېټا هم لري، دا به په دې کې مرسته وکړي چې کله موږ د يو کس سره مخامخ کېږو که واکسين یې کړی وي نو مستقيم به موږ ته همدا ډيجيټل ټټو اشاره راکوي.

د ډيجيټل ټټو دا پروژه به د ID2020 د پروژې سره همغږې شي، د  ID2020پروژه د ۲۱ پیړۍ د ډيجيټل پېژندپاڼې يا تذکرې پروژه ده، د دې پروژې لومړنى هدف دا دی چې همدا اوس په نړۍ کې يو ميليارد هغه خلکو ته چې هېڅ پېژندپاڼې نه لري، هغوی ثبت شي، يانې هغوی دا پېژندپاڼې ولري، که لږ یې ساده کړو نو داسې چې يو کس به خپل ټول معلومات ورکوي، هغه به معلومات په نړيواله ډېټا کې ثبت کېږي، دوی به يو ټټو لري، يا دې ورته شی، دا ډول کسان لکه نن چې نوې تذکرې يو چپ لري او ټول معلومات په همغه کې وي، همداسې يو سيستم سره سمبال کېږي، د دوی په بدن کې يو ډيجيټل ټاپه يا ټټو او يا هم کومه بله داسې نښه يو کوډ به د دوی په هکله ټول معلومات ولري.

د بيل ګېټس بنسټ همدا اوس د دې پروژو مالي مرسته کوي او د ميت او نورو نړيوالو سترو پوهنتونو سره په ګډه دا پروژې په مخ وړي، تمه ده په همدې کال د دې پروژو ځينې عملي نمونې نورې په ورځني ژوند کې ووينو.

د ID2020 پروژې ته نور نړيوال لوی شرکتونه هم مالي مرسته ورکوي، د راکفلر بنسټ يو له دوی څخه دی، همداراز دا پروژه د ملګرو ملتونو له کلک ملاتړ څخه برخمنه ده.

که څه هم له یوې خوا د دې پروژو عملي کول قدم په قدم روان دي د بلې خوا بیا په امريکا کې عيسويان او په اسلامي نړۍ کې مسلمانان بيا د دې ډول پروژو په هکله چندان مثبت فکر نه لري، مګر اوس چې د کورونا ويروس نړۍ په ځان پورې حېرانه کړې د بيل ګېټس د پروژې د عملي کولو لپاره تر ټولو ښه وخت برېښي.

Loading...

دا هم ولولئ

هسپانوۍ ساينسپوهه

هسپانوۍ ساینسپوهه: اوس دې واکسین هم درته رونالډو جوړ کړي

خپلواک وېبپاڼه (١٨ مارچ ٢٠٢٠): په داسې حال کې چې د نړۍ روزګار د نوي …