کورپاڼه / کرکټ / بي سي سي اى: که نړيوال جام لغوه شي، اى پي ايل ترسره کېداى شي
هند تجارتي ليګ

بي سي سي اى: که نړيوال جام لغوه شي، اى پي ايل ترسره کېداى شي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل سږکال سيالۍ د کورونا ويروس له امله ځنډېدلي دي او لا يې هم په اړه معلومات نشته، چې ايا دا سيالۍ به سږکال ترسره هم شي او که نه.

تازه د هند کرکټ بورډ يا BCCI يوه غړي انشومان ګايکواړ ويلي دي، چې که چېرته نړيوال شل اوريز جام چې په اسټراليا کې د اکتوبر له ١٨مې بيا د نومبر تر ١٥مې ترسره کېږي، نو اى پي ايل ترسره کېدل به ناشوني شي.

هغه وايي، د اى پي ايل سياليو ترسره کولو لپاره د اکتوبر او نومبر مياشتې ښې دي، خو په دغه مياشتو کې بيا شل اوريز نړيوال جام هم دى، نو که چېرته شل اوريز نړيوال جام لغوه شي، نو کېداى شي اى پي ايل ترسره شي، خو دا هر څه به د هغه وخت او حالاتو ته په کتلو سره کېږي او هغه وخت به بيا په هند کې حالت څه ډول وي، دا ټول به ارزول وي.

نوموړى په خپلو خبرو کې وايي، چې د کورونا ويروس تر کنټرول وروسته به حالت بدل وي، لوبغاړو ته به اسانه نه وي چې په تشو مېدانونو کې لوبې ترسره کوي.

هغه زياتوي، ښايي له کورونا ويروسته د کرکټ بڼه بېخي بدله وي. د کورونا له ختمېدو وروسته هم ښايي دوه يا څلور مياشتې وخت نور ولګېږي، تر څو د کرکټ سيالۍ بېرته خپل عادي حالت ته راوګرځي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي او راشد خان

اى سي سي: د نړيوالو شل اوريزو لوبو غوره بالر او غوره الراونډر

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي نن د افغان مخکښو لوبغاړو محمد نبي …