کورپاڼه / ليکنې / تواضع | د افلاطون یوه عبرتناکه واقعه
افلاطون

تواضع | د افلاطون یوه عبرتناکه واقعه

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (۲۵ مارچ ۲۰۲۰): له هوښیارانو سره ناسته ولاړه کوه، ځکه چې له نېکانو او هوښیارو خلکو سره ناسته ولاړه رنګ راوړي. له شړشړمو څخه تېل وځي، خو که له ګلابو او بنفشې سره ګډ شي، نو د ګلابو او بنفشې رنګ اخلي او هغې ته بیا د ګلابو او بنفشې تېل ویل کېږي. له ښو او هوښیارو خلکو سره ناسته هم همداسې ده.

افلاطون یوه ورځ د ښار له سپین روبو او معززینو سره یو ځای ناست و، یو سړی راغی سلام یې وکړ او په مجلس کې کښېناست، دغه سړي په خبرو خبرو کې وویل، چې زه نن له خپل یوه دوست سره مخامخ شوم، ستا یادونه او ستاینه یې کوله او ویل یې چې افلاطون ډېر غټ فلسفي شخص دی، چې هیڅ ساری نه لري، ما وغوښټل چې د خپل دوست نظر تاته درورسوم. افلاطون چې دا خبره واورېده سر یې ټيټ کړ، ویې ژړل او ډېر سخت اندېښمن او خفه شو.

هغه سړي ورته وویل: حکیم افلاطون صیب! ما داسې کومه خبره وکړه، چې ته پرې دومره زهیر او خفه شوې؟

افلاطون ځواب ورکړ: وروره! زه له تا څخه هیڅ ګیله من نه یم، خو له دې نه به زیات مصیبت څه وي، چې یو جاهل سړی زما ستاینه کوي او زما کار د هغه د خوښۍ وړ ګرځي، زه نه پوهېږم چې ما د ناپوهۍ کوم کار کړی دی، چې د هغه د خوښې وړ او د هغه په مزاج برابر دی او د هغه ښه ایسېدلی دی، چې زما په ستاینه یې خوله پرانیستې ده. تر څو له دغسې کار نه زه توبه اوباسم. زه له دې امله غمجن او خفه یم، چې لا هم ناپوهه او جاهل یم، کنه نو یو جاهل او ناپوه سړي به زما ستاینه نه کوله.

Loading...

دا هم ولولئ

دروغ خبرونه

دروغ خبرونه په دې څلورو نښو وپېژنئ

خپلواک وېبپاڼه (١٩ مارچ ٢٠٢٠): د ټولنیزو رسنیو د بې شمېره فرصتونو څخه ټول ګټه …