کورپاڼه / کلتور او هنر / جاويد اميرخېل: موږ خو د خولې نران او غېرتيان يو
جاويد اميرخېل

جاويد اميرخېل: موږ خو د خولې نران او غېرتيان يو

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ مارچ ٢٠٢٠): نن په کابل کې د سيکانو په درمسال ترسره شوي بريد ټول هېوادوال خپه کړي دي او د نورو خلکو تر څنګ د افغانستان نامتو هنرمند هم په دې بريد خپه او غوسه دى.

جاويد اميرخېل په خپله فېسبوکپاڼه باندې د اهل هنودو څخه بخښنه غوښتې ده او ويلي يې دي، چې موږ د ځان پوښتنه نه شو کولى، نو ستاسې به څه پوښتنه وکړو.

هغه همدا راز ويلي دي، چې موږ يوازې د خولې نران او غېرتيان يو او په عمل کې فقط يو پوسټ وکړو او بس.

جاويد اميرخېل ليکي: ((زه د اهل هنود خلکو څخه بخښنه غواړم، له موږه ګيله شکوه مه لرئ ولې چې موږ پښتانه، تاجکان، هزاره، اوزبک د خپل ځان پوښتنه نه شو کولى، نو ستاسې به څه وکړو. موږ خو د خولې نران او غېرتيان يو په عمل کې فقط يو پوسټ وکړو او بس. موږ که په يوه خوله يو اتفاق وې نن به ولې له داسې ستونزو سره لاس او ګرېوان وى.))

د يادولو ده چې نن سهار په کابل کې څلورو بريدګرو سهار مهال هغه وخت د سيکانو په درمسال بريد وکړ، چې دغلته شاوخوا دوه کسان په عبادت بوخت و.

دغه بريد شاوخوا د ٦ ساعته وروسته د څلورو بريدګرو په وژلو سره پاى ته ورسېد.

د کابل په دغه بريد کې ٢٥ کسان وژل شوي دي او ٨ هم نور ټپيان دي. په وژل شوو کې ٢٤ سيکان او ١ مسلمان دى. په وژل شوو سيکانو کې ١ ماشوم او ٦ ښځې هم شاملې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

صنم جنګ

پاکستانۍ اداکاره: د خدای لپاره له غریبو سره مرستې د احسان لپاره مه کوئ

خپلواک وېبپاڼه (۳۰ مارچ ۲۰۲۰): په ټوله نړۍ کې د کورونا ویروس د خپرېدو له …