کورپاڼه / کرکټ / حامد شينوارى: کرکټ بورډ کې اجراييه رياست ته هېڅ ضرورت نشته
حامد شينوارى

حامد شينوارى: کرکټ بورډ کې اجراييه رياست ته هېڅ ضرورت نشته

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى اجراييه رييس حامد شينوارى وايي، چې په اوس وخت کې په کرکټ بورډ کې اجراييه رياست ته هېڅ ضرورت نشته او بايد دا رياست نور لغوه شي.

نوموړي چې له امريکا غږ اشنا راډيو سره مرکه کوله، په خپلو خبرو کې وويل، چې اجراييه رياست ته په کرکټ بورډ کې هېڅ ضرورت نشته، ځکه د کرکټ عمومي رياست سره يې موازي شکل اختيار کړى دى او په کرکټ بورډ کې د جنجالونو زېږنده هم دى.

نوموړي په خپله مرکه کې وويل، چې په افغانستان کې ډېر بستونه، تشکيلات، بې ضرورته سفرونه او تصميمونه د غريب ملت د سرمايې ضايع ده چې په افغانستان کې يې د کرکټ د پرمختګ مخه نيولې ده.

نوموړي وويل، چې بايد کرکټ ته يوازې د يوې تفريح يا يوې لوبې په توګه ونه کتل شي، چې بدبختانه په افغانستان کې دې لوبې ته هغه هومره پاملرنه نه کېږي، لکه په نورو هېوادونو کې. هغه وويل چې ولسمشر د کرکټ بورډ له مسايلو ناخبره ساتل کېږي.

نوموړي همدا راز وويل، چې کرکټ بورډ ته بايد ځانګړې پالېسۍ جوړې شي او په هره برخه کې له کرکټ څخه ګټه پورته شي.

حامد شينواري د کرکټ بورډ د مشر په اړه وويل، چې د کرکټ بورډ مشر بايد يو تکړه کس او په کرکټ پوره بلد وي. هغه همدا راز وويل چې په ملي لوبډله کې هم هغه لوبغاړي نور ليرې شي، چې ښې لوبې نه شي کولاى او بايد نوو ځوانانو ته چانس ورکړل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي او راشد خان

اى سي سي: د نړيوالو شل اوريزو لوبو غوره بالر او غوره الراونډر

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي نن د افغان مخکښو لوبغاړو محمد نبي …