کورپاڼه / ليکنې / حرص | عبرتناکه واقعه
کیسه

حرص | عبرتناکه واقعه

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (۲۳ مارچ ۲۰۲۰): په پخوا زمانه کې په روس کې یوه قبیله وه، چې شب کوف نومېده، د دې قبیلې داسې رواج و، چې که به د قبیلې مشر م-ړ شو، نو هر څوک چې به له لمر څرک نه دمخه د دغې قبیلې پولې ته ورننووت، نو همهغه به د دغې قبیلې مشر او سردار ټاکل کېده.

د مشرۍ د ټاکلو د شرط پوره کولو لپاره دا طریقه ټاکل شوې وه، چې دغه سړي به د سهار لمر راختو نه تر لمر لوېدو پورې د دغې قبیلې د ملکیت پر ځمکه منډه وهله او له کومه ځایه چې به یې منډه پیل کړې وه، هماغه ځای ته به یې ځان رسولو، نو په کومه ځمکه باندې به چې دغه سړي منډه وهلې وه، هغه ټوله ځمکه به د همده شوه.

یو ځل داسې وشول چې د شب کوف قبیلې مشر وم-ړ او سباته چې ګهیځ چې څوک د دغې قبیلې حدودو ته ورداخل شو د هغه سړي نوم ماناکوف و، کله چې ماناکوف ته د مشرۍ د شرط پته ولګېده، نو ډېر خوشحاله شو، ځکه هغه یو ډېر حریص سړی و او که د قبیلې مشر شوای وای، نو به یې ډېره شتمني لاس ته ورغلې وای. هغه د ډېرې ځمکې د ترلاسه کولو لپاره منډه پیل کړه او غوښتل یې چې د پخوانیو مشرانو په پرتله دی ډېره ځمکه لاس ته راوړي، نو ښه تېزه منډه یې ووهله او ځان یې خورا ستړی او خولې خولې کړ. هغه دومره ډېره او تېزه منډه ووهله چې له ډېرې تندې یې حال خراب شو، خو د لمر پرېوتو ته ډېر لږ وخت پاتې و او هغه خپله منډه تر پخوا څو ځلې تېزه کړه. ماناکوف د زیاتې ځمکې په لاسته راوړلو بریالی شو، خو کله چې د منډې د پيل ځای ته بېرته راستون شو، نو د سختې تندې او ستړیا له امله په ځمکه راپرېووت، وم-ړ او همالته په شپږ فوټه قبر کې خښ کړای شو.

Loading...

دا هم ولولئ

دروغ خبرونه

دروغ خبرونه په دې څلورو نښو وپېژنئ

خپلواک وېبپاڼه (١٩ مارچ ٢٠٢٠): د ټولنیزو رسنیو د بې شمېره فرصتونو څخه ټول ګټه …