کورپاڼه / ليکنې /  حضرت ذوالقرنین | عبرتناکه واقعه
حضرت ذوالقرنین

 حضرت ذوالقرنین | عبرتناکه واقعه

خپلواک وېبپاڼه (۳۰ مارچ ۲۰۲۰): حضرت ذوالقرنین چې د سکندریې له ودانولو اوزګار شو او هغه یې ښه ټینګه او مضبوطه کړه، نو له هغه ځایه یې کډه وکړه او سفر ته یې ملا وتړله. د سفر په موده کې په یوه داسې نېک قوم باندې ورغی، چې په نېغه لاره روان وو او د حق پلوي یې کوله. د هغوی د ټولو چارو بنسټ د حق په پیروي ولاړ و او په هغوی کې نېک صفتونه په لوړه کچه موجود وو. په هر څه کې انصاف، د هر څه برابر وېش، پرېکړې په عدل او انصاف، خپل منځي ترحم او صله رحمي، مال او حال یو، قبرونه یې د کورونو مخ ته، دروازو ته یې کلپونه نه وو اچول شوي، نه ورباندې کوم قاضي او امیر ټاکل شوی و، امتیازي سلوک پکې شتون نه درلود، نه یې تر منځ کومه جګړه او شخړه، نه بد رد، نه ښکنځلې او رشخند، نه غم او نه خپګان، له اسماني آفتونو او بلاوو څخه خوندي، عمرونه یې اوږده، نه پکې څوک بې وسه وو او نه پکې څوک بېوزله. ذولقرنین چې د دغه قوم دا حال ولید نو حیران شو، تعجب یې وکړ او ویې ورته ویې ویل، چې ما په خپله وضعه او حالاتو وپوهوئ، ځکه چې ما خو ټوله نړۍ له خپلو پښو ایستلې ده، د بې شمېره وچو او سمندرونو سفرونه مې کړي دي، خو کله مې هم ستاسو په څېر نېک او صالح قون چېرته نه دی لیدلی.

حضرت ذوالقرنین له دغه نېک قوم څخه وپوښتل، چې د کورونو مخې ته مو دا قبرونه ولې جوړ کړي دي؟

د دې قوم یو مشر ځواب ورکړ: داسې مو قصداً ځکه کړي دي تر څو مرګ له یاده و نه باسو، بلکې تل مو د مرګ وېره په خپلو زړونو کې ساتلې ده.

ذوالقرنین: ستاسو دروازو ته کلپونه ولې نه دي اچول شوي؟

ځواب: په موږ کې هیڅوک شکمن نشته، ټول امین دي.

ذوالقرنین: په تاسو کې مشران او امیران ولې نه دي ټاکل شوي؟

ځواب: موږ امیرانو او مشرانو ته اړتیا نه لرو.

ذوالقرنین: تاسو حاکمان او واکمن ولې نه لرئ؟

‎ځواب: ځکه چې موږ په خپلو کې شخړې او لانجې نه کوو، ځکه خو حاکمانو ته اړتیا نه پېښېږي.

ذوالقرنین: په تاسو کې بډای ولې نشته؟

ځواب: ځکه چې موږ ډېره شتمني نه لرو.

ذوالقرنین: تاسو پاچا ولې نه لرئ؟

ځواب: په موږ کې هیڅوک د دنیا د پاچاهۍ شوق نه لري.

ذوالقرنین: په تاسو کې ممتاز او اشراف خلک ولې نشته دی؟

ځواب: ځکه چې په موږ کې یو پر بل باندې د ویاړ کولو ماده نشته دی.

ذوالقرنین: په تاسو کې خپل منځي اختلافات ولې شتون نه لري؟

ځواب: ځکه چې په موږ کې د روغې جوړې ماده ډېره پیاوړې ده.

ذوالقرنین: په تاسو کې نښتې او جګړې ولې نه رامنځته کېږي؟

ځواب: ځکه چې په موږ کې زغم او برداشت ډېر دی.

ذوالقرنین: ستاسو د ټولو خبره یوه او طریقه مو سمه ده؟

ځواب: دا ځکه چې موږ یو تر بله نه دروغ وایو، نه دوکه کوو او نه غیبت کوو.

ذوالقرنین: تاسو ټول د یو ډول زړه خاوندان یاست او پټ او ښکاره هم يو ډول یئ، دا څه علت دی؟

ځواب: د دې علت دادی، چې زموږ د ټولو نیتونه پاک دي، چلباز او کینه کښ راکې نشته دی.

ذوالقرنین: په تاسو کې فقیر او مسکین ولې نشته دی؟

ځواب: ځکه چې کوم څه موږ ته په لاس راځي، نو برابر یې سره وېشو.

ذوالقرنین: په تاسو کې سخت مزاجه او تند خويه ولې شتون نه لري؟

ځواب: ځکه چې موږ ټول متواضع یو او ځان خوښوونکي نه یو.

ذوالقرنین: ستاسو عمرونه ولې اوږده دي؟

ځواب: ځکه چې موږ ټول یو د بل حق ادا کوو او په حق سره یو تر بله انصاف کوو.

ذوالقرنین: تایو پر یو بل باندې ټوکې ولې نه کوئ؟

ځواب: ځکه چې له استغفار ویلو څخه بې پروا او غافله نه شو.

ذوالقرنین: تاسو ولې نه غمجن کېږئ؟

ځواب: موږ له وړوکتوبه له کړاوونو او مصیبتونو ګاللو سره عادي شوي یو، نو ځکه موږ ته هر شی خوږ او خوښ ښکاري.

ذوالقرنین: تاسو په آفتونو او عذابونو ولې نه اخته کېږئ، لکه څنګه چې نور خلک ورباندې اخته کېږي؟

ځواب: ځکه چې موږ له الله جل جلاله نه پرته بل چاته تمه نه کوو او په فال او نجوم باور نه لرو، ځکه چې یوازې الله جل جلاله مشکل اسانوونکی دی.

Loading...

دا هم ولولئ

د کافر کلمه

د کافر کلمه، په رښتيا قرآن چاته کافر وايي؟

کافر کلمه د کفر فعل مرتکب شوي کس ته کارول کېږي، کفر په لغوي مانا …