کورپاڼه / جالب / خاوند له خپلې ښځې نه د انسان د لاس پخولو غوښتنه وکړه
پخلى

خاوند له خپلې ښځې نه د انسان د لاس پخولو غوښتنه وکړه

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ مارچ ٢٠٢٠): په هند کې يو خاوند له خپلې ښځې نه د انسان د لاس پخولو غوښتنه کړې، چې د هغه دې کار نه يوازې د هغه ښځه، بلکې هغه خلک هم ډېر حېرانه کړي دي چې له دې پېښې خبر شوي دي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د هند په اتر پردېش ايالت کې ٣٢ کلن سنجى خپل کور ته د يو انسان لاس راوړى و او خپلې ښځې ته يې ويلي و چې د شپې د ډوډۍ لپاره دې دا لاس پوخ کړي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د سنجى مېرمنې چې د انسان لاس وليده، نو حالت يې خراب شو او هغه بېهوښه شوه.

کله چې دغه ښځه بېرته په هوښ کې راغله نو يې وليدل، چې خاوند يې په اشپزخانه کې لګيا دى او هغه د انسان راوړى لاس په خپله پخوي.

د سړي ښځې چې دا حالت وليده، نو له کوره په منډه وتښتېده او خپل خاوند يې پسې يې دروازې بندې کړې او هغه يې په کور کې بند کړ، چې وروسته يې پوليسو ته زنګ وواهه او له دې حالته يې خبر کړل.

په راپورونو کې د پوليسو له خولې ليکل شوي دي، چې څنګه پوليس د دغه سړي کور ته ورسېدل او هلته يې تلاشي وکړه، نو هغوى د انسان غوښه هلته پېدا کړه.

پوليسو رسنيو ته ويلي دي، چې ياد سړي د انسان دا لاس له هغه ځاى نه راوړى و، چېرته چې مړي سوځول کېږي.

پوليس همدا راز زياتوي، چې له لومړنيو پلټنو څخه دوى دا معلومات ترلاسه کړي دي، چې د دغه ښځې خاوند هغه وخت په نشه کې و او د هغه ذهني توازن هم سم نه دى.

Loading...

دا هم ولولئ

الا لیفوشکینا

هغه ۹۰ کلنه جراحه چې اوس هم هره ورځ د ۴ ناروغانو عملیات کوي

خپلواک وېبپاڼه (۱۷ مارچ ۲۰۲۰): ځينو خلکو ته سن او عمر یوازې یو څو اعداد …