کورپاڼه / ليکنې / خپله دې خوري، خپله به خورو | عبرتناکه کیسه
پاچا

خپله دې خوري، خپله به خورو | عبرتناکه کیسه

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (۲۵ مارچ ۲۰۲۰): پخوا هم څه عجیبه شان خلک وو. ډېر زیات محبت او اخلاص یې درلود، که کوم داسې څیز به یې وموند چې د ده به خوښ شو، نو هغه به یې خپل کوم دوست یا مشر ته ډالۍ کاوه.

وايي، چې یو وزیر ته کوم چا ښکاري باز په ډالۍ کې راوړ، دا باز د وزیر ډېر خوښ شو او دغه وزیر باز خپل پاچا ته یووړ تر څو په دې ژوندۍ ډالۍ خوشحاله کړي. پاچا چې له وزیر سره باز ولید نو ځان یې په ناخبرۍ کې واچاوه او له وزیر نه یې وپوښتل: وزیره! دا څه دي؟

وزیر ورته د باز صفتونه شروع کړل، چې دا ډېر پیاوړی مرغه دی، تېز او پورته الوت کوي، پنجې یې ډېرې غښتلې دي او چې بل مرغه په پنجو کې ونیسي نو رپ ترېنه نه شي وهلی، لنډه دا چې دا مرغه ښکار کوي او مرغۍ نیسي او ښکار کوي یې.

پاچا ورنه پوښتنه وکړه: د ورځې به تقریباً څو مرغۍ ونیسي؟

وزیر ورته وویل: پاچا سلامت! د ورځې درې څلور ځل ښکار کوي او درې څلور مرغۍ خو خامخا ښکار کوي.

پاچا ورځنې بیا وپوښتل: وزیره! دا باز خوري څه او څومره خوراک کوي؟

وزیر ورته وویل: پاچا قربان دې شم! د ورځې خو لږ تر لږه پاو نیم کیلو غوښه خوري.

پاچا د وزیر د دې خبرې په اورېدو سره وزیر ته وويل: پرې یې ږده، چې په خپله مخه ځي، خپله به خوري او خپله به خورو.

د دې ښکاري باز له ساتلو څه مقصد چې د دومره مرغیو د ښکار په بدل کې د ورځې نیم کیلو غوښه خوري. رښتیا هم د داسې یو شي د ساتلو او پاللو څه ګټه چې تر ګټې یې زیان ډېر وي.

Loading...

دا هم ولولئ

دروغ خبرونه

دروغ خبرونه په دې څلورو نښو وپېژنئ

خپلواک وېبپاڼه (١٩ مارچ ٢٠٢٠): د ټولنیزو رسنیو د بې شمېره فرصتونو څخه ټول ګټه …