کورپاڼه / ژوند / دا ۷ کاره کوونکي خلک ستاسې سره مينه لري
مينه

دا ۷ کاره کوونکي خلک ستاسې سره مينه لري

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ مارچ ٢٠٢٠): په ځوانۍ کې ډېری خلک چې د يو چاسره علاقه لري او د وخت په تېرېدو یې دا علاقه په مينه واوړي، نو بيا یې ټول تشويش دا وي چې مقابل طرف به هم د ده په هکله داسې حواس لري که نه، د هغه به هم دی يا دا خوښېږي که نه، ټوله هڅه یې په دې کې وي چې يوه نښه پېدا کړي چې داسې يو مطلب ورڅخه واخلي چې ګواکې مقابل طرف هم د ده سره مينه لري.

دا نښې دوی ډاډه کوي چې څه ډول مخ ته ولاړ شي، څوک لومړی د زړه حال ووايي، څه ډول یې ووايي، نو دا ډول نښې چې پکې د مقابل طرف د نیت او حواسو په هکله معلومات او اشارې ورکړي د نویو مینانو لپاره حياتي ارزښت لري.

١-: سترګې او ليدل

يو بل ته کتل، د يو بل سترګو کې کتل، د کتلو ډول او د وخت څومره والی، په دې کې ډېر مهم دی چې تاسې پوه شئ چې يو څوک درسره مينه لري که نه، د مثال په ډول که يو څوک په مسلسل ډول تاسې ته ګوري، په داسې حال کې چې په شاوخوا کې نور کسان هم موجود وي، خو هغه کس پرلپسې تاسې ته ګوري نو په لوی احتمال دا کس تاسې ته په زړه کې څه لري.

٢-: د بوختیا سره سره ليدل

که تاسې يو مشغول ژوند لرئ، يا مقابل طرف هم ډېر بوخت ژوند لري، هېڅ خالي وخت نه شي پېدا کولی، خو د دې ټولو سره سره بيا هم ستاسې لپاره په ځانګړي ډول وخت پېدا کوي، بوختيا یې ستاسې سره د ليدنې او خبرو مخه نه شي نیولای نو دا ډول کس هم کېدی شي تاسې ورته مهم او زړه ته نيژدې واوسي.

٣-: د بیروبار په ځای یوازې ليدنه

که چېرې يو څوک تل په دې هڅه کوي چې ستاسې سره يوازې ملاقات وکړي، د بیروبار څخه تښتي او تل غواړي په داسې ځای کې ستاسې سره خبرې وکړي چې د نور خلکو رفتار کم وي، نو داسې کسان په لوی احتمال تاسې ته يو ځانګړی حس لري او تاسې یې خوښېږئ.

٤-: د شپې ميسج

که مو يو ملګری یا ملګرې د شپې وخت ناوخته ميسج لېږي، هغه کار چې د ورځې یې هم پوښتنه کولی شي تاسې ته په نيمه شپه ميسج لېږي، دوی داسې وخت پېدا کوي چې پکې ډېرې خبرې وشي، تاسې او خپله دی يا دا پکې بل کار ونه لري او راحت خبرې کولی شي، نو په لوی احتمال دا ډول کسان هم په زړه کې تاسې ته یو څه لري.

٥-: خندا

که مو ملګری يا ملګرې تاسې ته په مخامخېدو کې خاندي، ستاسې سره د سترګو لګېدو په وخت کې یې شونډې موسکۍ وي نو په لوی احتمال تاسې یې خوښېږئ او حتاً مینه درسره لري، دا د مینې ښکاره کولو تر ټولو بارز طرز دی، چې حتاً د انسانانو څخه په غیرې ارادي ډول هم ترسره کېږي.

٦-: کوچني معلومات

انسان د هغه کس په هکله چې ورسره مينه لري ډېر واړه او تشریحي معلومات هم په خپل ياد کې ساتي، او همدا د هغه په هکله د ډېرو کوچنيو شيانو پوهېدل او د زده کولو يا پوهېدو علاقه هم لري، د مثال په ډول که يو څوک په دې پوهېږي چې ستاسې کوم خواړه ډېر خوښ دي، د کوم ډول سندرو علاقه لرئ، او يا د دې شيانو غوندې نورو شيانو په هکله غواړي چې ستاسې په هکله پوه شي نو په لوی احتمال ستاسې سره علاقه لري.

٧-: فکري ګډون

که يو څوک ستاسې د فکرونو سره زيات توافق او همغږي ښکاره کوي، په يو بحث کې تل ستاسې خوا نيسي، په لوی احتمال تاسې ته په زړه کې ښه حس لري، د مثال په ډول تاسې د يو چا سره د يوې موضوع په هکله خبرې کوئ، نو هغه فوراً ستاسې فکر تایید کوي، ستاسې فکرونو ته زياته علاقه لري، داسې چې که په ساعتونو ساعتونو د خپلو فکرونو څخه خبرې ورته وکړئ بيا یې هم په ډېره مينه اوري.

ژباړه : منيب الرحمان رحماني

Loading...

دا هم ولولئ

حريص انسان

خلک د دې ۴ ډوله انسانانو څخه کرکه کوي

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ مارچ ٢٠٢٠): انساني ټولنه د مینې او نفرت جوړه يوه ټولنه ده، …