کورپاڼه / ليکنې / دروغ او رښتیا | عبرتناکه کیسه
رښتیا

دروغ او رښتیا | عبرتناکه کیسه

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (۲۴ مارچ ۲۰۲۰): رښتیا او دروغ هغه دوه شیان دي، چې د انسان اصلي څېره نورو ته ښيي. هغه خلک چې رښتیا وايي، خلک یې په خبرو باور کوي او د یوه خیرخواه انسان په سترګه ورته ګوري، خو هغه خلک چې دروغ وايي، څوک پرې باور نه کوي او په خپل ټول ژوند کې یو خواخوږی هم نه شي پیدا کولی.

يو پاچا په خپل دربار کې ناست و، یو بندې یې ورته راووست، بندي ته د اعدام سزا اورول شوې وه، بندي د اعدام بخښنه غوښتله، خو پاچا پر خپله پرېکړه ټينګ ولاړ و. بندي چې په خپله پرېکړه د پاچا ټينګار وليد ډېر وارخطا شو، پاچا ته یې ډېر رد بد وویل، ښېرا یې ورته وکړه او ښکنځل یې له خولې ورته ووتل. پاچا له هغه وزیر څخه چې د ده څنګ ته ناست و، وپوښتل: دا بندي په کرار کرار زما په اړه څه وايي؟

وزیر د ښه زړه خاوند او خیر غوښتونکی و، پاچا ته یې وویل: بندي وايي، چې د پاچا بخت او اقبال دې اوچت او ځلاند وي، څښتن تعالی دې ډېر عمر ورکړي، دعا کوي او له تا څخه بخښنه غواړي.

له دې سره یو بل وزیر چې فتنه او شر یې خوښاوه راپورته شو او پاچا ته یې وویل: پاچا سلامت! دا وزیر دروغ وايي، بندي تاسو ته ښېرا کوي، ډېرې ښکنځلې یې درته وکړې او دغه وزیر په اصل حقیقت باندې پرده واچوله.

پاچا وویل: زما د لومړني وزیر خبره خوښه شوه، ځکه د هغه دروغ هم د خیر او ښېګڼې په موخه وو او ستا د رښتیاوو بنسټ هم شر دی، له هغو رښتیاوو څخه چې شر او فتنه راولاړوي، دروغ ډېر غوره او معتبر دي.

پاچا د بندي اعدامول وبخښل، هغه یې خوشې کړ او شر خوښوونکی وزیر یې له خپلې دندې څخه ګوښه او له دربار څخه وویست او ټول صلاحیتونه یې ورڅخه وګرځول.

Loading...

دا هم ولولئ

دروغ خبرونه

دروغ خبرونه په دې څلورو نښو وپېژنئ

خپلواک وېبپاڼه (١٩ مارچ ٢٠٢٠): د ټولنیزو رسنیو د بې شمېره فرصتونو څخه ټول ګټه …