کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د اختر مياشت ونه ليدل شوه، سبا روژه ده
د اختر مياشت ليدلو کمېټه

د اختر مياشت ونه ليدل شوه، سبا روژه ده

په سعودي عربستان کې نن ماښام د کوچني اختر مياشت نه ده ليدل شوې او سبا به روژه وي، د کوچني اختر لومړۍ ورځ به د يکشنبې په ورځ وي.

د سعودي عربستان حرمين شريفين تازه معلومات ورکړل، چې نن په سعودي عربستان کې د شوال مياشت يا د اختر مياشت نه ده ليدل شوې او سبا به هم روژه وي.


حرمين شريفين په خپل دغه پوسټ کې ليکلي دي، چې د شوال مياشتې لومړۍ ورځ به د مۍ په ٢٤مه نېټه او د يکشنبې په ورځ وي.

نن ٢٩مه روژه وه او سبا به ٣٠مه روژه وي، چې بل سبا، يعنې د يکشنبې په ورځ به کوچنى اختر وي.

د يادولو ده چې پرون د سعودي عربستان د المجمعې پوهنتون د ستورپېژندنې برخې مسوولينو ويلي و، چې نن د اختر مياشت ليدل ګران دي او کوچنى اختر به د يکشنبې په ورځ وي.

د المجمعه پوهنتون د ستورپېژندنې مرکز ويلي و، چې د ستورپېژندنې په حساب د جمعې په ماښام ٢٩مه روژه ده. په دې ورځ به لمر په ٦ بجې او ٣٩ دقيقو ورک شي، خو سپوږمۍ به له دې مخکې په ٦ بجې او ٢٦ دقيقې باندې بېرته لاړ شي.

دوى زياته کړې وه چې، د دې معنا دا ده چې د جمعې په ماښام به سپوږمۍ د لمر سترګې له ښکته کېدلو ١٣ دقيقې مخکې ښکته شي، چې په سترګو يا د الو په مرسته يې ليدل ممکن نه دي.

دوى همدا راز ويلي و چې د شنبې په ورځ به ٣٠مه روژه وي او دغه ورځ به د لمر سترګه په ٦ بجې او ٤٠ دقيقې ښکته شي، خو سپوږمۍ به بيا له هغه وروسته په ٧ بجې او ٢٣ دقيقو ښکته کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

حبيب شاه انصاري

د خوست د روغتيا رييس په کورونا ويروس ا خته شوى

د خوست ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد حبيب شاه انصاري او د دغه …