کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د افغانستان سترې محکمې هم د مياشت نه ليدو اعلان وکړ
د کوچني اختر مياشت

د افغانستان سترې محکمې هم د مياشت نه ليدو اعلان وکړ

د افغانستان سترې محکمې هم اعلان وکړ چې د کوچني اختر مياشت نه ده ليدل شوې او سبا به ٣٠مه روژه وي.

سترې محکمې ويلي دي، چې سبا به دېرشمه روژه او د يکشنبې په ورځ به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

له دې مخکې الجزيرې په خپل خبر کې ويلي و، چې سعودي عربستان، قطر او ترکيې کې د کوچني اختر مياشت نه ده ليدل شوې او په دغه هېوادونو کې به سبا دېرشمه روژه وي او د کوچني اختر لومړۍ ورځ به د يکشنبې په ورځ او د مۍ مياشتې په ٢٤مه نېټه وي.

د يادولو ده چې يو شمېر اسلامي هېوادونه بيا د سعودي عربستان د اعلان په تمه وي او د سعودي عربستان له اعلان سره سم روژه او اختر اعلانوي.

خو په ډېرو عربي هېوادونو کې بيا د مياشتې ليدلو هڅې کېږي او د مياشتې تر ليدو وروسته حکومتونه د روژې او اختر اعلان کوي.

د يادولو ده چې پرون د سعودي عربستان د المجمعې پوهنتون د ستورپېژندنې برخې مسوولينو ويلي و، چې نن د اختر مياشت ليدل ګران دي او کوچنى اختر به د يکشنبې په ورځ وي.

د المجمعه پوهنتون د ستورپېژندنې مرکز ويلي و، چې د ستورپېژندنې په حساب د جمعې په ماښام ٢٩مه روژه ده. په دې ورځ به لمر په ٦ بجې او ٣٩ دقيقو ورک شي، خو سپوږمۍ به له دې مخکې په ٦ بجې او ٢٦ دقيقې باندې بېرته لاړ شي.

دوى زياته کړې وه چې، د دې معنا دا ده چې د جمعې په ماښام به سپوږمۍ د لمر سترګې له ښکته کېدلو ١٣ دقيقې مخکې ښکته شي، چې په سترګو يا د الو په مرسته يې ليدل ممکن نه دي.

دوى همدا راز ويلي و چې د شنبې په ورځ به ٣٠مه روژه وي او دغه ورځ به د لمر سترګه په ٦ بجې او ٤٠ دقيقې ښکته شي، خو سپوږمۍ به بيا له هغه وروسته په ٧ بجې او ٢٣ دقيقو ښکته کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شېخ عکرمه صبري

اسراييلو د اقصى جومات امام باندې جومات ته د ننوتلو ٤ مياشتينى بندېز لګولى

د اسراييل حکومت د اقصى جومات امام شېخ عکرمه صابري باندې ٤ مياشتينى بندېز لګولى …