کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د افغان دولت په مرکچي پلاوي کې څوک څوک دي؟
معصوم ستانکزى او ولسمشر غني

د افغان دولت په مرکچي پلاوي کې څوک څوک دي؟

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ مارچ ٢٠٢٠): افغان دولت له طالبانو سره د بېن الافغاني مذاکرتو لپاره ٢٠ کسيز پلاوى د ملي امنيت د پخواني رييس معصوم ستانکزي په مشرۍ اعلان کړ.

په دغه پلاوي کې له معصوم ستانکزي پرته ذکيه وردګ، ډاکټر شهلا فريد، محمد ناطقي، محمد حفيظ منصور، نادر نادري، عبدالمتين بېک، عنايت الله بليخ، غېرت بهير، حبيبه سرابي، زېنب موحد، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغنديوال، شريفه زرمتۍ، جنرال ايوب انصاري، باتور دوستم، ډاکټر رسول طالب، کليم الله نقيبي، خالد نور او ډاکټر امين احمدي شامل دي.

دغه پلاوى به له طالبانو سره په بېن الافغاني مذاکراتو کې د افغان حکومت په استازولۍ خبرې کوي.

د يادولو ده چې نن د طالبانو او افغان حکومت د پلاويو ترمنځ خبرې هم شوې دي، چې ويل کېږي د روانې مياشتې په ٣١مه نېټه به د طالب زندانيانو د خوشې کولو لړۍ رسماً پيل شي.

د دغه بنديانو د خوشې کولو پر مهال به د طالبانو يو پلاوى هم په بګرام کې حضور ولري، تر څو د زندانيانو شهرت تصديق کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

روسيه

که څوک له کرنټينه وتښتېدل، ٧ کاله به زنداني شي

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ مارچ ٢٠٢٠): په روسيه کې د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره سختې …