کورپاڼه / اسلام / د الله ج دا پنځه ډوله خلک نه خوښېږي
الله

د الله ج دا پنځه ډوله خلک نه خوښېږي

خپلواک وېبپاڼه (٢١ مارچ ٢٠٢٠): په ټولنه کې ځینې داسې کسان وي چې هم د مخلوق خوښ وي هم د خالق، ځینې بيا داسې وي چې نه د الله ج خوښ وي او نه هم د مخلوق، هم د ورځني ژوند او هم د تاريخ او ديني رواياتو څخه وينو چې ځينې خلک تل د خالق د غضب سره مخ شوي او رټل شوي دي، په دې ليکنه کې د همدغه رواياتو او معلوماتو په بنسټ د هغه پنځه ډوله خلکو څخه خبرې کوو چې د خالق تعالی نه خوښېږي.

١-: منافق

د منافقينو په هکله ديني روايات زيات دي، دلته يې د مستقيم روایت پرته ساده ورځنی ډول تشريح کوو، منافق انسان هغه انسان ته ويل کېږي چې په زړه کې يوه خبره لري په خوله بله، دا یې تر ټولو لنډ تعريف دی، منافقين نه يوازې چې د ټولنې سره دوکه کوي، هغوی ته دروغ وايي، يا ځان داسې ښکاره کوي څه ډول چې دوی نه وي، دوی د ځان سره هم منافقت کوي، دوی تر ټولو لوی دروغ ځان ته وايي، ځکه منافق انسان اول خپل وجدان ته دوکه ورکوي لومړی د هغه سترګې تړي بیا په داسې کار لاس پورې کوي چې هغه ناوړه، مضر او ګناه وي.

٢-: ظالم

ظالم هغه کس ته ويل کېږي چې د خپل حق څخه پښې اخوا کوي، د بل په حق تېری کوي، دا ډول خلک د خالق د غضب وړ دي، دوی په خپل حق په خپله برخه راضي نه وي او د دې لپاره چې په خپله هڅه وکړي، د بل په حق تېری کوي، په لغوي ډول د ظلم معنا دا ده چې يو شی د خپل اصلي ځای څخه په بل ځای کېښودل شي، زموږ نننی تفسیر ورڅخه دا دی چې هر څوک دې د خپل حق خاوند وي او هغه څوک چې په هر سبب د بل حق ته سترګې ونيسي ظالم دی، خالق تعالی ظالمانو ته د کلک عذاب وعده ورکړې، ظالمان په خپل ځان ظلم کوي، ځکه خالق تعالی داسې یو سيستم جوړ کړی چې هېڅوک بېدون له جزا څخه نه پاتې کېږي، موږ په نړۍ کې د ظالمانو سرنوشت وينو او په اخرت کې جزا خو یې بيا بېله ده.

٣-: افراط کوونکی

افراط کوونکي هغه خلک دي چې په يوه مسله کې د عدالت او حق له سرحده پښه اړوي او افراط کوي، دا ډول خلک د خالق تعالی د لعنت مستحق دي، په داسې حال کې چې خالق تعالی په قرآن کې وايي چې تاسې د يو چا سره دښمني هم لرئ، بيا هم ظلم ورباندې ونه کړئ، يانې تل د حق په دايره کې اوسئ، يو څوک مو که بد ايسي، دا تاسې دې ته ونه هڅوي، چې د خپل فردي حواسو او خپل هوس لپاره په هغه ظلم وکړئ، خالق په دې نړۍ کې هر څه په يو وسط برابر کړي او د محمد ص امت هم د وسط امت دی، په يوه کار کې تل بايد د وسط لار وټاکل شي، هېڅکله بايد د حق له دايرې بهر د خپلو هواسو او نفس په مطابق د خلکو سره معامله ونه کړو، چې پايله به يې تر هر چا ډېره زموږ په زيان وي.

٤-: بخيل

بخيل انسان واقعاً ذليل انسان دی، بخيلان داسې انسانان دي چې دوی د خالق د غضب مستحق دي، دوی بل ته هېڅ نه غواړي، غواړي نور ګدا وي دی پادشاه وي، په بل یې ستن نه لورېږي، په خپله په بنګلو هم بسنه نه کوي، دوی د بل چا بريا، شتمني او هېڅ شی نه شي زغملی، د دې په ځای چې د بل بريا تقدير کړي، او خپله د هغه څخه يو څه زده کړي، د خالق تعالی څخه د ځان لپاره هم غوښتنه وکړي چې ده ته یې هم ورکړي، دی په دې کې وي چې د بل چا سره ولې دومره ښه ژوند، ښه شرايط دي، د ده هيله دا وي چې د هغه سره بايد هېڅ نه وي، صرف د ده سره وي، دا ډول خلک واقعاً د بد نيت خاوندان دي او د انسانیت په مخ تور داغ دى.

٥-: چاپلوسان

چاپلوسان هغه خلک دي چې د يو مادي او يا بلې تمې لپاره د يو کس غوړه مالي کوي، په ډېرو شيانو سترګې پټوي، د وخت بنده وي، په کوم وخت کې چې د ده نفس کوم ميل لري هغه ډول دريځ نيسي او هېڅکله هغه حق نه وايي چې د ده فردي ګټې پکې خطر وويني، دا ډول خلک به نن يو چاته خاين وايي، د ملک او وطن دښمن به يې بولي خو سبا يې که ده ته کومه دنده ورکړه نو نور د ده څخه ښه سړی نشته، دا ډول مثالونه زموږ په ټولنه کې په ځانګړي ډول‌ په سياسي چارواکو کې بې شمېره دي، لنډه دا چې که يو کس د منافقت، دروغو او د حق له دښمنۍ لاس واخلي د خالق تعالی د مرحمت تر چتر لاندې ځای پيدا کولی شي، که نه به د بنده بنده به ورڅخه جوړ وي، په دنیا او اخرت کې به ذليل وي.

ليکوال : منيب الرحمان رحماني

Loading...

دا هم ولولئ

جنت

جنت | عبرتناکه تاریخي پېښه

خپلواک وېبپاڼه (۱۸ مارچ ۲۰۲۰): د ۱۹۲۰ ز کال خبره ده. د صوبه سرحد انګرېز …