کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د امازون شرکت نور فرمایشونه نه اخلي
امازون

د امازون شرکت نور فرمایشونه نه اخلي

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢١ مارچ ٢٠٢٠): وروسته له هغې چې په ټوله نړۍ کې خلک په خپلو کورونو کې کرنټین شول او هېڅ بيرون ته د وتلو اجازه او جرئت نه لري، نو خلکو د مارکېټ څخه د سودا اخيستلو ازادي او امکان هم له لاسه ورکړ، په داسې وخت کې نو د خلکو ټول پام انلاين يا د انټرنټ څخه سوداګرۍ او د یو شي اخيستلو ته ورواوښت، په دې کې نو تر ټولو ډېر پام لويو نړيوالو شرکتونو ځانته ورواړاوه، له دې ډلې څخه يو هم د امازون شرکت دى.

په امازون شرکت د فرمايشونو او سفارشونو باران ورېږي، په ځانګړي ډول د کور د لومړنیو توکو په برخه باندې، په امازون دا بیروبار دې سویې ته رسېدلی دی چې اوس دغه شرکت اعلان کړی چې د د دې برخې نوي فرمايشونه نور نه اخلي، په دې برخه کې هغه فرمايشونه چې اوس ورباندې تر ټولو ډېر بیروبار دی د کور د لومړنیو توکو برخه ده، نو د همدې کبله امازون ددې برخې لپاره مطلق اکثریت فرمايشونه بند کړي دي.

د امازون شرکت په خپله وېبپاڼه کې ليکلي دي، چې د اوس لپاره د زیاتو فرمايشونو د ترلاسه کولو لپاره نه شو کولی نوي فرمايشونه ومنو، له دې کبله هڅه مو دا ده چې په ډېر لنډ وخت کې خپلو ډیپوګانو ته نوي مواد راوړو، له دې کبله ستاسې ټولو څخه بخښنه غواړو.

امازون همدا اوس هم د ځينو نورو کورنيو اړتياو وړ مواد پلوري خو وار له مخه خبر ورکوي چې د لوړو فرمايشونو له کبله دوى نه شي کولی په دې فرمایشونو پسې ورسېږي، دغه شرکت څو څو ځله پخپل وېبپاڼه کې په اخطاريز ډول ويلي چې د دوى ډیپوګانې او ذخیرې د خلاصیدو سره مخ دي، نو ځکه له اندازې د زيات شي فرمایش مه ورکوئ.

شرکت د Pantry يانې د کور د لومړنیو توکو د برخې د بيا فعال کېدو په هکله تراوسه څه نه دي ويلي خو دومره یې ویلي دي چې دوی هڅه کوي په نېږدې وخت کې خپلې ډیپوګانې ژر تر ژره ډکې کړي.

تېره دوشنبې د امازون شرکت ويلي و چې په داسې يو وخت يو کې چې نړۍ له ګواښ سره مخ ده، خلک د خپلې روغتيا له وېرې بيرون ته نه شي وتلی او ډېری خلکو د امازون خدمتونو ته سترګې نيولې دي، نو دوی هم په ټوله امريکا کې يو لک نوي، موقعیتونه خلاصوي.

د نوي کورونا ويروس له نړيوالې وبا کېدو او ټولې نړۍ ته یې د خپراوي سره، د نړۍ په سراسر کې خلکو د وېرې څخه د مارکېټونو څخه په زياته اندازه مواد واخيستل تر څو یې په کور کې ذخیره کړي، دا د دې سبب شول چې مارکېټونه خالي شي، په ځینې هېوادونو لکه انګلستان کې خلکو په زور د مارکېټونو دروازې ورماتې کړې او خپلې اړتيا مواد یې په زور له مارکېټونو څخه واخيستل.

په دې وخت چې خلک له کورونو څخه نشي وتلی، ډېری د انټرنټ له لارې سودا اخيستل لنډه او ساده لار ګڼي، خو د ډېرو زياتو غوښتنو له کبله اوس د انټرنټ له لارې د خدمت وړاندې کوونکو مغازو ډیپوګانې هم د خالي کېدو سره مخ دي، ځکه همدا شرکتونه اوس د پخوا په شان په آسانه خپلې ډیپوګانې نشي ډکولی، په ډېری هېوادونو کې تولید مخ په کمېدو دی.

Loading...

دا هم ولولئ

هسپانوۍ ساينسپوهه

هسپانوۍ ساینسپوهه: اوس دې واکسین هم درته رونالډو جوړ کړي

خپلواک وېبپاڼه (١٨ مارچ ٢٠٢٠): په داسې حال کې چې د نړۍ روزګار د نوي …