کورپاڼه / کرکټ / د انګلستان او پاکستان لوبډلې په اګست کې ټېسټ او شل اوريزې سيالۍ ترسره کوي
جاس بټلر

د انګلستان او پاکستان لوبډلې په اګست کې ټېسټ او شل اوريزې سيالۍ ترسره کوي

د انګلستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روان کال اګست مياشت کې د لوبلړۍ ترسره کولو پرېکړه شوې ده، چې د پاکستان ملي لوبډله به د ٣ ټېسټ سياليو او ٣ شل اوريزو سياليو لپاره انګلستان ته لاړه شي.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، په انګلستان کې د کورونا تر څه حده کنټرول وروسته هيلې پېدا شوې دي چې د پاکستان او انګلستان ترمنځ سيالۍ ترسره شي.

پاکستاني رسنيو د ځينو سرچينو له قوله ليکلي دي، چې د پاکستان ملي لوبډله به د انګلستان سره په دغه سفر کې ٣ ټېسټ او ٣ شل اوريزې سيالۍ ترسره کړي او لومړۍ ټېسټ لوبه به د اګست په ٥مه نېټه پيل شي.

د انګلستان او پاکستان لومړۍ ټېسټ لوبه به د ٥م څخه تر ٩م اګست پورې په مانچسټر کې ترسره شي، دويمه لوبه به د ١٣م اګست څخه تر ١٧م اګست پورې او دريمه لوبه به د ٢١م اګست څخه تر ٢٥م اګست پورې په ايجبسټن کې ترسره شي.

له ټېسټ سياليو وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ ٣ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره شي، چې درې واړه سيالۍ په اولډ ټريفورډ لوبغالي کې ترسره کېږي او د اګست په ٢٨، ٣٠ او د سپتمبر په لومړۍ نېټه به دغه سيالۍ وشي.

ويل کېږي چې پاکستاني لوبغاړي به د جون له مياشتې څخه تمرينات پيل کړي او ٢٥ غوره شوي لوبغاړي به په يوې ځانګړې الوتکې کې انګلستان ته بوتلل شي.

پاکستاني لوبغاړي ښايي د جولاى مياشتې په لومړۍ اونۍ کې انګلستان ته لاړ شي او هلته تر رسېدو وروسته به ١٤ ورځې کرنټين شي.

همدا راز د ټولو لوبغاړو د کورونا ټېسټونه به هم کېږي او که هر څه سم ول، نو له هغه وروسته به دوه تمريناتي لوبې هم ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

سميع الله شينوارى

له ګرځبندېز وروسته ملي لوبغاړي سميع الله شينواري سره جالبه شوې

له دوه مياشتيني ګرځبندېز وروسته تېره ورځ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړو …