کورپاڼه / مخکښان / په ژوند کې د بریالیتوب په اړه د اډیسون ۱۲ درسونه
اډیسون

په ژوند کې د بریالیتوب په اړه د اډیسون ۱۲ درسونه

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (۹ مارچ ۲۰۲۰): توماس الوا اډیسون ستر عالم او وړتیا لرونکی مخترع و. هغه د امریکا په میلان ښار کې زېږېدلی و او په خپل ژوند کې توانېدلی و، چې ۲۵۰۰ اختراعات په خپل نوم ثبت کړي.

دلته مو د دغه ستر انسان ځينې هغه ویناوې راټولې کړې دي، چې د بریالیتوب په اړه ستر درسونه او اغېزمنې لارښوونې پکې موجودې دي.

۱:- که ټول هغه کارونه وکړو چې کولی یې شو، نو ځانونه به هیڅ به هم ونه شو کړای، هسې چټي به ځانونه ګنګس کړو.

۲:- تقریباً ټول هغه خلک چې نوې مفکورې ایجادوي، په خپل کار کې داسې یو ځای ته رسي، چې ترسره کول یې ناممکن وي، په داسې ځای کې بیا زړه ماتي کېږو، خو دا داسې ځای نه دی، چې څوک دې پکې زړه ماتي شي.

۳:- د یوې نظریې ارزښت د هغې په عملي کولو کې نغښتی دی.

۴:- په ژوند کې زیاتې ماتې هغو خلکو خوړلې دي، چې نه پوهېدل چې د هغوی او د بریا ترمنځ څومره لږ واټن موجود و.

۵:- هر هغه څه چې نه پلورل کېږي، نه یې اختراع کوم، ځکه چې هر څه چې پلورل کېږي ارزښت لري او ګټه ترې اخیستل بریالیتوب دی.

۶:- زه یې له هغه ځایه پیلوم، له کوم ځای نه چې وروستی کس راستنېږي.

۷:- ستاسو ارزښت په دې کې دی، چې څنګه یاست، نه دا چې څه لرئ.

۸:- زموږ د ټولو سره کمزوري تسلیمېدل دي، د بریالیتوب لپاره غوره لاره د ماتې نه منل دي.

۹:- زما په اند پخواني ښوونکي هنرمندان نه دي، بلکې د هغوی ارزښت د هغوی له بریا سره تړلی دی.

۱۰:- تل داسې یوه لاره وي چې کارونه پرې په اسانۍ سره ترسره کېږي.

۱۱:- زما هیڅ یوه اختراع هم په تصادفي او اتفاقي ډول نه دې جوړې شوې، بلکې ما بار بار هڅه کړې او بیا مې اختراع کړې دي.

۱۲:- ما په خپل ژوند کې یوه ورځ هم کار نه دی کړی، هر څه چې مې کړي دي، د تفریح په نیت مې کړي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

باور

څلور ډوله هغه خلک چې باید باور پرې ونه شي

خپلواک وېبپاڼه (۳۱ مارچ ۲۰۲۰): موږ هره ورځ له ګڼو خلکو سره مخ کېږو، خو …