کورپاڼه / روغتيا / د جن + سي کمزورۍ د لرې کولو لپاره تر ټولو ګټوره لاره
ښځه او خاوند

د جن + سي کمزورۍ د لرې کولو لپاره تر ټولو ګټوره لاره

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ مارچ ٢٠٢٠): جن + سي کمزوري بېلابېل سببونه لري، د دې جملې څخه د ارادې يا تکل ضعيف والی، يانې يو ډول په ځان سم کنټرول نه درلول، يا د جن + سي غړو حساسيت، په مغزو کې رامنځته کېدونکې کومه ناروغي چې کېدی شي د جن + سي خواهش د هورمونونو په توازون او ترشح کې ځینې ستونزې را پېدا کړي، دا ټولې ستونزې د دې سبب کېدی شي، چې د يو کس څخه د روغې جن + سي اړيکې امکان واخلي، د جن + سي کمزوریو ستونزې بېدون د مغزي سبب څخه عموما ډېرې جدي نه وي، څومره چې ستونزه وي د هغه لس چنده د ناروغ کس ډار او ورخطايي وي، چې د ستونزې څخه همدې ورخطايۍ، ګڼو فکرونو د ناروغ اراده نوره هم ضعيفه کړې وي.

ډېر کم فکر هم یوه انرژي لري دا فکر که منفي وي نو ښکاره ده چې ستاسې بدن ضعيف کوي، يو عادي منفي فکر هم چې د ډېر وخت لپاره وشي هم د ذهن هم د بدن لپاره ډیرې ناوړه پايلې درلودلی شي، او که کوم منفي فکر شديد وي، وېره ډېره وي، بيا نو دا په لږ وخت کې په بدن کې خپل منفي تاثيرات را ښکاره کوي.

فکرونه خپله انرژي او فريکونسي لري، دا ستاسې په بدن کې ستاسې د بدن په فيزیوکیمياوي تعاملاتو او پروسو مستقيم تاثير کوي، څه ډول چې تاسې ژور فکر وکړئ، چې شدت یې ډېر وي، په همغه ډول تاسې حس کوئ، او څه ډول چې حس کوئ بدن مو هغه ډول حالت پيدا کوي، په دې مانا ستاسې حس ستاسې د بدن يو غبرګون دی، نو که شديد منفي فکرونه کوئ ستاسې بدن په خپله د خپل ځان دښمن جوړېږي.

د دې لپاره چې د جن + سي کمزورۍ لوی سبب ذهني دی، يانې په څنګ کې يو فرعي کوچنۍ ستونزه ځای لري، خو ذهني ډار دا لس چنده نور لویوي، ځکه مو په ذهني او فکري اړخ لږ زيات تمرکز وکړ.

جن + سي کمزوري مو د واده څخه وروسته په خپله په طبعي هم له منځه ځي، خو که دا دومره زياته وه چې تاسې یې ځورولئ بيا نو د لنډ وخت لپاره درمل وکاروئ، د درملو په هکله ستاسو عقيده، د درملو د تاثير څخه زياته قوي ده، کله چې تاسې درمل وکاروئ نو کلک فکر کوئ چې نوره نو ستونزه نه لرئ، البته درمل خپل تاثیر لري خو د دې ترڅنګ ستاسې فکر د ستونزې د مخنيوي په هکله بنسټيز رول لوبولی شي.

که مو ستونزه ډېره وي لومړی دوه ورځې تقويتي درمل واخلئ، وروسته دريمه شپه دا درمل مه کاروئ، سبا بيا دوه ورځې درمل وکاروئ، خو دریمه ورځ یې مه کاروئ، د دوه اونيو وروسته يوه ورځ درمل وکاروئ بله يې مه کاروئ، کله چې دوه اونۍ دې کار هم دوام وکړ، وروسته په اونۍ کې صرف دوه ځل درمل وکاروئ، دوه اونۍ وروسته صرف په اونۍ کې يو ځل درمل وکاروئ، او دوه اونۍ د دې پروسې وروسته درمل ترک کړئ.

تاسې به وروسته وګورئ چې ستونزه مو په خپله حل شوې ده، د وخت د تېرېدو سره که تاسې د جن + سي غړي حساسيت هم ولرئ، په خپله له منځه ځي، د دې ترڅنګ ځینې فرعي کارونه هم ستاسې مرسته کولی شي، د مثال په ډول د ارادې د قوي کولو تمرينونه، کله چې يو څه ته مو ډېر زړه کېږي نو مه يې کوئ، که مو زړه ډېر غواړي چې خواږه څه شی وخورئ مه يې خورئ، يا مو سترګې يو ځای ته ونيسئ او د خپل وس پورې چې په ځان د حد څخه ډېر فشار رانه وړئ، سترګې مو مه رپوئ، دا ستاسې سره مرسته کوي چې اراده مو غښتلې شي، په خپله ځان زيات کنټرول ولرئ.

که له دې وروسته مو هم ستونزه حل نه شوه کېدی شي کومه بله ناروغي ولرئ، د دې لپاره به ښه وي چې لاړ شئ د خپل بدن د جن + سیت د هورمون کچه وګورئ، د دې هورمون د تولید کونکو غدو معاينات وکړئ، خو په ټوله کې که بېدون له کومې بلې ناروغۍ کولی شئ په دې ساده روش د جن + سي کمزورۍ د شکايت څخه خلاص شئ.

Loading...

دا هم ولولئ

ښځه او خاوند ١

ولې بايد د زياتو جن + سي اړيکو څخه ډډه وکړئ؟

خپلواک وېبپاڼه (١ اپريل ٢٠٢٠): د جن + سي اړيکو په هکله د مجردانو فکرونه …