کورپاڼه / اسلام / د خدای جل جلاله نعمتونه | عبرتناکه کیسه
دښته

د خدای جل جلاله نعمتونه | عبرتناکه کیسه

خپلواک وېبپاڼه (۲۹ مارچ ۲۰۲۰): یوه سړي په یوې وچه او سوځنده دښته کې سفر کاوه، ډېرې سختې تندې اخیستی و، ډېر کوښښ یې وکړ، خو بریالی نه شو، چې اوبه ومومي. شګلنه دښته وه، ونې، بوټي او واښه هیڅ هم پکې شتون نه درلود، د ژوند اثار پکې نه برېښېدل، نه چېرته کوم کور تر سترګو کېده او نه چېرته اوبه ښکارېدې.

خو له دې ټولو ستونزو او کړاوونو سره سره هغه هوډ له لاسه ورنکړ او په هڅه کې و ان تر دې، چې د ماښام تیارو خپله لمن وغوړوله، د ماښام په تروږمۍ کې هغه ډېره لرې یوه رڼا ولیدله. لاروی د رڼا په لور وخوځېد؛ خو حیران و، چې په دې وچه دښته کې د ژوند تېرولو هېڅ نښه نښانه نه برېښي، نو دا رڼا یعنې څه؟

لنډه دا، چې دا مسافر د رڼا ځای ته ورورسېد، ګوري چې یوه جونګړه ده او رڼا پکې بلېږي. سړي د جونګړې له بهر څخه غږ وکړ، ايا څوک شته چې له ما سره مرسته وکړي؟ زه ډېر وږی یم او تندې پر سر رااخیستی یم. په غږ سره له جونګړې یو سړی راووت او مسافر ته یې د دننه ورتللو بلنه وکړه او یخ شربت یې ورته مخکې کېښود، بیا یې خواړه ورکړل او د څملاستو ځای یې هم ورته جوړ کړ، چې سهار شو نو دغه لاروي له کوربه څخه وپوښتل، چې په دې صحرا او په دې وچه دښته کې تا ماته بېګاه دا یخ شربت، خوږه حلوا او خواږه خواړه له کومه برابر کړل او په دې ځای کې ستا دا کور او ښکلي لوښي او اسباب له کومه راغلي دي، دا رڼا، ستا د لیکلو وسایل، د خوب بستره، بالښتونه، له یخنۍ نه د ژغورلو لپاره کمپلې او داسې نور د خدای جل جلاله نعمتونه درته له کومه برابر شوي دي؟

کوربه په ځواب کې وویل، له خامې کوپرې څخې یخ او خوږ شربت، له پخې کوپرې څخه شیدې، له ګلانو څخه یې حلوا، له ګلانو څخه یې خواږه خواړه، د کوپرې له پاسنیو پوټکو څخه لوښي او پیالې، له لرګیو څخه یې خاشاک، له پاڼو څخه یې د جونپړۍ چت، له ځېلو څخه یې پړي، له تېلو څخه یې رڼا، د سوځول شويو پاڼو له سکرو څخه یې د لیکلو لپاره سیايي (سیاهي – رنګ) لنډه دا، چې زما د کور د اړتیا وړ ټول وسایل الله پاک ماته د کوپرې له بوټي څخه په دې وچه او شاړه سوځنده دښته کې برابر کړي دي او زه د خدای جل جلاله شکر کوونکی بنده یم.

که یو انسان ځير شي او څېړنه وکړي، نو خدای جل جلاله ډېر او بې شمېره نعمتونه پیدا کړي دي، که ورڅخه کار واخلي، نو د ژوند ټولې اړتیاوې ورباندې برابرولی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

روژه ماتى

په نړۍ کې تر ټولو لنډه او اوږده روژه په کومو هېوادونو کې ده

خپلواک وېبپاڼه (٢٧ اپريل ٢٠٢٠): د روژې د مياشتې د راتګ سره په ټوله نړۍ …