کورپاڼه / اسلام / د دېوبند عالمانو له مسلمانانو غوښتي چې د اختر لمونځ په کورونو کې وکړي
دارالعلوم دېوبند

د دېوبند عالمانو له مسلمانانو غوښتي چې د اختر لمونځ په کورونو کې وکړي

د کورونا ويروس له امله د نړۍ په ډېرى هېوادونو کې ګرځبندېز دى، چې په دې لړ کې هند هم يو له هغه هېوادونو څخه دى، چې د څلورم ځل لپاره پکې ګرځبندېز اعلان شوى دى.

د هندي مسلمانانو ستر مرکز دېوبند په دې حالاتو کې يوه فتوا خپره کړې ده او مسلمانانو ته يې ويلي دي، چې هغوى دې د کوچني اختر لمونځ په خپلو کورونو کې ادا کړي.

په دغه فتوا کې ويل شوي دي، که چېرته کوم مسلمان له مجبورۍ څخه ونه شو کولاى چې د کوچني اختر لمونځ ادا کړي، نو پرېشانه کېږي دې نه بلکې د مجبورۍ له امله به ورته د کوچني اختر لمونځ معاف وي. خو دغه خلک چې د کوچني اختر لمونځ ونه شي کولاى، دوى بايد دوه يا څلور رکعته د څاښت لمونځ دې ادا کړي.

د دېوبند مشر مفتي ابوالقاسم نعماني د دارالقضاء د مفتيانو څخه پوښتنه کړې وه، چې د ګرځبندېز له امله د جمعه لمونځونه نه شي کېداى نو د کوچني اختر لمونځ لپاره شرعي حکم څه دى؟

مفتي اکرام د دغه پوښتنې لپاره له ډېر فکر وروسته دا فتوا خپره کړه او وې ويل چې د کوچني اختر لمونځ واجب دى، د دې شرطونه د جمعې د لمانځه په څېر دي.

په فتوا کې ويل شوي دي، که چېرته د کوچني اختر په ورځ ګرځبندېز وي او په جوماتونو کې له ٥ زيات کسان نه پرېښودل کېږي، نو د نورو جمعو د لمونځونو په څېر دې د کوچني اختر لمونځ هم ادا شي.

د دېوبند په دغه فتوا باندې مفتي حبيب الرحمان خېر ابادي، مفتي محمود حسن بلندشهري، مفتي زېن الاسلام، مفتي وقار علي او مفتي نعمان سيتاپوري لاسليکونه کړي دي.

د يادولو ده چې دېوبند له دې مخکې هم د ګرځبندېز او د کورونا د مخنيوي په پار په يوه فتوا کې له مسلمانانو غوښتنه کړې وه چې لمونځونه دې په کورونو کې ادا کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

د روژې حکمتونه

د روژې حکمتونه

د رمضان د مبارکې مياشتې په اسلامي شريعت کې له يوې خوا د الله تعالى …