کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د روغتيا وزارت وياند له لوري (پښتو) سره تعصب غوسه راپارولې
وحيد مايار

د روغتيا وزارت وياند له لوري (پښتو) سره تعصب غوسه راپارولې

خپلواک وېبپاڼه (٩ اپريل ٢٠٢٠): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مايار پر وړاندې له هغه وروسته د خلکو غوسه پارېدلې ده، چې ويل کېږي له پښتو سره تعصب کوي او د رسمي غونډو پر مهال يې نه وايي.

په ټولنيزو رسنيو کې له هغه پوسټونو وروسته، چې ويل کېږي يو خبريال له وحيد مايار نه غوښتنه وکړه، چې په پښتو ورته کليپ ورکړي، خو هغه ورته وويل، چې خبرې دې يې له دري وژباړي او يا دې هم ځان ته ترجمان ونيسي، د وحيد مايار پر وړاندې د پښتنو غوسه راپارېدلې ده.

که څه هم وحيد مايار پښتون دى، خو په هېواد کې تر ډېره دا چاره عامه شوې ده، چې ډېرى پښتانه چې په حکومت کې دندې ترلاسه کړي، نو پښتو ژبه د ليکلو او ويلو پر مهال شاته وغورځوي.

په همدې سنګر ساپي په خپله فېسبوکپاڼه ليکلي دي، چې د روغتيا وزارت وياند وحيد مايار بايد په خپل تېر خبري کنفرانس کې د هېواد رسمي ژبې پښتو ته د سپکاوي په خاطر ژر تر ژره له ولس نه رسماً بخښنه وغواړي او د خپلې دغې ناسمې کړنې په خاطر دې له دندې استعفا ورکړي.

نامتو ليکوال او سياسي شنونکي مجيد قرار بيا په ډېره سخته ژبه کې د وحيد مايار د دغه کړنې په اړه يو پوسټ کې ويلي دي، چې له موږ تاسې هېڅ کله تاجکو، هزاره يا ازبکو د ژبې حق نه دى اخيستى، بلکې داسې اشرافي پښتنو اخيستى دى.

بخت مرجان بختيار بيا د وحيد مايار د دغه کړنې په اړه لاندې پوسټ کړى دى:

((ښه ته دې شرم ته ګوره. زموږ يو ملګري ته وحيد مايار ويلي، چې موږ وزارت کې کوم پښتو ليکوال نه لرو.

موږ همدا ځاى ژړوي، له مخابراتي شبکو يو پښتو نثر راځي، چې خدا د پېريانو ژبه ده که څه بلا. لکه موږ چې د پښتو ليکوالو له کمښت سره مخ وو. وزارته! ١٥ ميليونه ډالره مو د کورونا په نوم يو خوا بل خوا کړل، يو کس پښتو ليکوال ته پنځلس زره افغانۍ معاش نه شئ ورکولاى، چې ستاسو هره وېنا درته وليکي؟

او ماياره ته خو مايار پښتون يې، له پښتو ويلو دې انکار ولې کړى؟))

د فېسبوک يو بل کاروونکى مسلم حبيبي بيا ليکي چې دا پښتون په پښتو ويلو شرمېږي، ځکه د خبري کانفرانس پر مهال چې ترې يو ژورناليست د پښتو خبرو کولو غوښتنه کوي، نو هغه ترې انکار کوي.

د بي بي سي پښتو برخې خبريال نور ګل شفق هم په دې اړه په خپل يو پوسټ کې ويلي دي، چې په هغو بايد فشار راوړل شي، تر څو په دواړو ژبو پوهېدل لومړنى شرط ورته وټاکل شي.

د يادولو ده چې داسې په سلګونو نور پوسټونه هم په ټولنيزو رسنيو کې شوې دي او خلک د روغتيا وزارت له وزير نه غوښتنه کوي، چې وحيد مايار دې له دندې ليرې کړي او همدا راز له وحيد مايار نه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې له پښتنو نه بخښنه وغواړي او استعفا دې ورکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شېخ عکرمه صبري

اسراييلو د اقصى جومات امام باندې جومات ته د ننوتلو ٤ مياشتينى بندېز لګولى

د اسراييل حکومت د اقصى جومات امام شېخ عکرمه صابري باندې ٤ مياشتينى بندېز لګولى …