کورپاڼه / ژوند / د رښتینو او مطلبي ملګرو ترمنځ ۵ توپیرونه
رښتيني ملګري

د رښتینو او مطلبي ملګرو ترمنځ ۵ توپیرونه

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ مارچ ٢٠٢٠): د رښتيني ملګري او مطلبي ملګري ترمنځ په توپير پوهېدل يو ډېر اړین کار دی، ځکه ډېر کله موږ د خپلو رښتینو ملګرو او دوستانو سره خپله د راز او نياز خبره شريکوو، هغوی زموږ په هکله زيات معلومات لري، زموږ د ښو او بدو څخه خبر وي، نو له دې کبله د خپل رښتيني او يا مطلبي ملګري توپير بايد حتماً درک کړو.

١-: ستاسې خوشحالۍ ته یې غبرګون

د رښتيني دوست د پوهېدو لپاره یو په زړه پورې تخنيک دا دی چې ستاسې د خوشحالۍ او بريا په وخت د هغه غبرګون ته پام وکړئ، کله چې تاسې بريالي شئ، يو ښه موټر واخلئ، يو ښه کور واخلئ، يا هم یو ښه واده وکړئ، نو د خپل ملګري غبرګون ته پام وکړئ، واقعي ملګري ستاسې په خوشحالۍ داسې خوشحاله کېږي لکه د ځان په خوشحالۍ او بريا چې خوشحاله کېږي، که چېرته مو د ملګري غبرګون ستاسې برياوو ته داسې وي چې ستاسې بريا کوچنۍ ښکاره کوي، يا یې منفي اړخ ته ګوري او يا هم د زړه څخه خوشحاله نه ښکاري، نو پوه شئ چې کومه ستونزه حتماً شتون لري.

٢-: خپل راز نه درکوي

د حقيقي دوستانو يو صفت دا وي چې يو بل ته د خپل ښه او بد څخه، د ځينو مناسبو رازونو څخه بحث کوي، د يو بل سره د زړه خواله کوي، يو بل ته د خپل غم او خوشحالۍ څخه خبرې کوي، خو که ستاسې ملګری داسې وي چې تاسې ورته خپل رازونه وایئ، خپل درد او ښادي ورسره شريکوئ او دی په دې هکله هېڅ کوم کار نه کوي، ستاسې سره د ځان په هکله هېڅ شی نه شريکوي نو دلته بايد‌ د خپلې ملګرتیا په هکله يو ځل بيا فکر وکړئ.

٣-: د ملګرتیا انډول

د دوستۍ په اړيکو کې يا هم د خپلې مېرمنې سره په اړيکو کې يا هم په نورو دې ته ورته اړیکو کې يوه خبره دا وي چې دا اړیکې هېڅکله يو مکمل انډول نه لري، يا تاسې د خپل ملګري سره لږ ډېره مينه لرئ يا ستاسې ملګری ستاسې څخه، ستاسې سره لږ ډېره مينه لري، دا کوچنی توپیر طبعي او د زغم وړ دی، خو که دا توپير زيات وي نو بیا په دې دوستۍ کې هرومرو څه درز شتون لري، فرض کړئ تل تاسې د خپل ملګري څخه پوښتنه کوئ چې څه حال یې ده، څه خبرې دي او يا نور، خو هغه طرف بيا په دې هکله ډېر بې زړه وي.

٤-: د خپل ملګري خبرو ته پام وکړئ

له بده مرغه ځینې ملګري داسې وي چې ستاسې سره ناست وي، نو د نورو په هکله او يا هم د خپلو پخوانيو ملګرو په هکله ډېر ناوړه الفاظ کاروي، تل د هغوی د منفي طرف په هکله خبرې کوي، نو دا احتمال زيات دی، چې همدغه کس دې د بل چا سره کېني او همدا ډول خبرې دې په تاسې پسې وکړي، له دې کبله د خپل ملګري خبرې او وجدان مهم دی، چې څه ډول د نورو په هکله خبرې کوي، ايا د هغوی په هکله یې فکرونه واقع بین او انصافانه دي که نه.

٥-: د خطا وروسته بخښنه غوښتل

کله کله د ملګرو ترمنځ ځينې ناخوښه خبرې او مسلې خامخا رامنځته کېږي، په يوه مسله د دوی اتفاق نه راځي او د خولې څخه یې شايد ځینې داسې کلمې بهر شي چې يو بل ازورده کړي، په دې پېښه کې به حتماً يو طرف په حقه وي او بل طرف په ناحقه، که داسې وي چې خطا ستاسې د مقابل طرف وي، او د دعوو او دنګلو وروسته بېرته راشي، خپل خطا یې درک کړي وي، په دې پوهېږي چې دی په حقه نه و، که دی داسې وي او بېرته راشي، بخښنه وغواړي نو په لوی احتمال دا یو ښه دوست دی، خو که ستاسې ملګری داسې وي چې په دې هم پوهېږي چې ګناه د ده ده، بيا هم تاسې ملامتوي، بیا هم خپله غلطي نه مني نو په لوی احتمال دا ډول انسان هم رښتینی دوست نه دى.

ژباړه : منيب الرحمان رحماني

Loading...

دا هم ولولئ

باور

څلور ډوله هغه خلک چې باید باور پرې ونه شي

خپلواک وېبپاڼه (۳۱ مارچ ۲۰۲۰): موږ هره ورځ له ګڼو خلکو سره مخ کېږو، خو …