کورپاڼه / روغتيا / د سريلانکا د روغتيا وزير: د کورونا د مخنيوي لپاره تور چاى وڅښئ
تور چاى

د سريلانکا د روغتيا وزير: د کورونا د مخنيوي لپاره تور چاى وڅښئ

خپلواک وېبپاڼه (٧ اپريل ٢٠٢٠): د سريلانکا هېواد د روغتيا وزير دا خبره کړې ده، چې درې يا څلور ګيلاسه تور چاى څښل هم د کورونا ويروس په ضد ډېر ښه تاثيرات لري او هم مو نورې تنفسي ستونزې هواروي.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، د سريلانکا د روغتيا وزير ډاکټر رامش پاترينا په يوه ويډيو کې ويلي دي، چې تور چاى د کورونا ويروس په ضد ښه تاثيرات لري او د ورځې بايد درې يا څلور ګيلاسه وڅښل شي.

د سريلانکا د حکومت يوه وياند په يوه اعلاميه کې ويلي چې تور چای د نوي کورونا ويروس په وړاندې ډېر زيات مثبت تأثير لري، دغه څېړنه د سريلانکا هېواد د ساينسي څېړنو يو انسټیټیوټ ترسره کړې ده او په دې هکله یې ساینسي معلومات هم خپاره کړي دي.

تر دې مخکې په افغانستان کې هم د تور چاى د څښلو ځينې اوازې خپرې شوې وې، خو له دغه اوازو سره داسې خبرې تړلې وې، چې هېڅ يقين پرې کول مشکل و.

همدا راز په افريقا کې هم دا اوازه خپره شوې وه، چې تور چاى د کورونا ويروس مخنيوى کوي، خو وروسته دغه اوازې رد شوې او وويل شول چې داسې هېڅ شواهد نشته.

تور چای د ويروسونو ضد دفاعي سيستم ځواکمنوي

د سريلانکا د ساينسي څېړنو د انسټیټیوټ په خپرو شويو معلوماتو کې راغلي دي چې تور چای ځانګړي انتي ويرال يا ويروس ضد خواص لري، په ځانګړي ډول د بدن دفاعي سيستم غښتلی کوي ترڅو د ويروسونو په ضد يې مقاومت زيات شي، په نړۍ کې همدا اوس ګڼې څېړنې روانې دي چې داسې څه پيدا شي چې په ځانګړي ډول د نوي کورونا ويروس په وړاندې د بدن دفاعي سيستم غښتلی کړي.

تر دې وړاندې چې په دې هکله څېړنې شوې دي د تور او شين چای ګڼې ګټې یې په اثبات رسولې دي، په ځانګړي ډول د انتي ويرال يا ويروس ضد ناروغیو په وړاندې، د مثال په ډول د انفلونزا په کنټرول کې د چايو ګټه ساينسي ثابته شوې ده، چای د انفلونزا د ويروس ډېرښت په وجود کې کم ترينې اندازې ته رسوي، له همدې کبله د چايو څېړنو په دې بحراني حالت کې هيلې را پيدا کړې دي.

ساينسي ثبوت

دا اوس د قناعت وړ مسله ده چې تيافلاوين(theaflavin) په احتمالي ډول ځواک لري چې د کورونا ويروس انزايمونه بې تاثیره کړي، په تيوريکي ډول دا په ثبوت رسېدلې ده، يانې په تيوري کې دا ثابته ده چې تيافلاوين د کورونا ويروس انزايمونه بې اغیزې کوي، علمي تحقيقات دا تګلاره مني خو په عمل کې ددې کوم عملي ثبوت نه دی وړاندې شوی، تيافلاوين يو ډول انتي اوکسيدان‌ دي چې د تور چای د جوړښت د انزايمي اوکسیدشن په جريان کې تولید کیږي، څېړنې ښيي چې تور چای د تيافلاوين له اړخه د شین څخه زيات شتمن دی، تيافلاوين د ټولو تنفسي ناروغیو په برخه کې ډېر ګټور او مثبت تاثيرات لري.

په دې څیړنه کې بېدون د تيافلاوين څخه يو اړخ هم دادی چې په تنفسي لارو کې مخکې له دې چې دا ويروس سږو ته په مستقيم ډول ورسېږي، وخت تېروي، نو له دې کبله ګرم چای په هر حال ګټور دی او دا چې تور چای بيا انتي ويرال يا ويروس ضد ځانګړتیا لري په دې هکله لا زیاتې هيلې راپيدا کوي، ساینس پوهان وايي چې دری څلور پيالې تور چای د تنفسي لارو د ناروغيو لپاره ډېر زيات ګټور دی، خو دا تور چای باید بېدون له بورې او شکرو څخه وي‌.

Loading...

دا هم ولولئ

کورونا ويروس ١

ايا کورونا ويروس کمزورى شوى؟

د روغتيا نړيوال سازمان پوهان او نور ساينسپوهان وايي، چې دا خبره هېڅ حقيقت نه …