کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د شرط ګټلو لپاره يو پاکستانى د اورګاډي لاندې څملاسته
پاکستانى سړى

د شرط ګټلو لپاره يو پاکستانى د اورګاډي لاندې څملاسته

خپلواک وېبپاڼه (٨ اپريل ٢٠٢٠): په پاکستان کې يو کس د شرط ګټلو لپاره د اورګاډي لاندې څملاستو او د خپل ژوند په خطر يې شرط وګټلو.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د پاکستان د پنجاب ايالت په ساهيوال ښار کې يو کس خپل ژوند په خطر کې واچولو او د اورګاډي لاندې څملاستو.

په راپور کې ويل شوي دي، چې دغه کس د باربري اورګاډي لاندې څملاسته، خو دغه کار دې سړي ته ډېر ګران پرېوتلو، ځکه چې ځايي پوليسو سړى نيولى او زندان ته يې اچولى دى.

دغه کس يوازې د يو شرط ګټلو لپاره د اورګاډي په پټلۍ څملاستلى و او له پاسه پرې اورګاډى تېر شوى دى، د هغه ملګري د هغه د دې کار ويډيو هم جوړه کړې ده. ياد کس د اورګاډي پاټلۍ کې څملاستلى و او د اورګاډي په تمه و، چې وروسته اورګاډى راغى او له پاسه پرې تېر شو.

د اورګاډي لاندې د څملاستو شرط

د پاټلۍ نږدې د هغه ناستو ملګرو ورته مشوره ورکوله، چې سر دې نه پورته کوي، کله چې د اورګاډي له تېرېدو وروسته هغه بېرته راپاڅېده، نو ملګرو يې غاړې ورکړې او مبارکي يې ورته وويله.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د دغه کس له دې کاره ځايي پوليس خبر شو او هغوى ياد کس ونيولو. د يادولو ده چې پوليس هغه کسان هم نيولى شي چې خپل ژوند سره لوبې کوي.

ژوند ډېر خوږ دى او يو ځل دى، که يو ځل انسان له ژونده لاس ووينځل، نو بيا ژوند نه ترلاسه کېږي، همدا لامل دى چې هر سړى د خپل ژوند سره مينه لري، خو ځينې داسې کم عقل هم پېدا کېږي، چې هغوى د خپل ژوند سره لوبې کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

شېخ عکرمه صبري

اسراييلو د اقصى جومات امام باندې جومات ته د ننوتلو ٤ مياشتينى بندېز لګولى

د اسراييل حکومت د اقصى جومات امام شېخ عکرمه صابري باندې ٤ مياشتينى بندېز لګولى …