کورپاڼه / مخکښان / د شېخ القراء قاري برکت الله سلیم ژوندلیک
برکت الله سلیم

د شېخ القراء قاري برکت الله سلیم ژوندلیک

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (۱۹ مارچ ۲۰۲۰): الحاج شېخ القراء قاري برکت الله سلیم په ۱۳۲۹ لمریز کال د ننګرهار ولایت په هسکې مېنې (ده بالا) ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. هغه په پنځه کلنۍ کې د قران مجید تلاوت او حفظ پیل کړ او د خپل خارق العاده ذهن او وړتیا پر اساس یې وشو کولای چې په نهه کلنۍ کې ټول قرانکریم حفظ کړي.

قاري برکت الله سلیم خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کور کې له خپل پلار مولوي ګلاجان او لوړې زده کړې یې په قاهره کې د نړۍ له نوموتو عالمانو شېخ محمود الخلیلي الحصري او له ابوالعینین شعشعه نه وکړې او په ۱۳۴۹ لمریز کال کې یې د قرائت ټول درسونه پای ته ورسول. هغه له ۱۳۵۱ لمریز کال وروسته د افغانستان راډیو کې د څه مودې لپاره د قران مجید تلاوت کاوه او بیا وروسته د کابل په الحفاظ درالعلوم کې یې د استادۍ دنده اجرا کوله. نوموړي د کابل پوهنتون د شریعاتو په پوهنځي کې د څه مودې لپاره د اسلامي ثقافت مضمون هم تدریس کړی دی. هغه اوس مهال د افغانستان د قرا‌ء ریاست مشر دی.

برکت الله سلیم

قاري برکت الله سلیم ۱۲ ځلې د حسن قرائت، حفظ، تفسیر او تجوید په نړیوالو سیالیو کې برخه اخیستې ده، چې اته ځلې یې په مالیزیا، سعودي عربستان، هندوستان، مصر، بنګلادېش، متحده عربي اماراتو او … کې لومړي مقامونه ترلاسه کړي دي. پر دغو مقامونو سربېره قاري برکت الله یو ځل نړیوال استاد نومول شوی او افتخاري دوکتورا هم ورکړل شوې ده، دغه راز نوموړی درې ځلې په هندوستان، ایران او متحده عربي اماراتو کې د قراني سیالیو داور هم پاتې شوی دی.

د یادونې ده، چې قاري برکت الله د تجويد په برخه کې د ((برکت التجوید)) په نوم څلور ټوکه کتابونه هم په پښتو او دري ژبه لیکلي دي، چې د چاپ په ګاڼه پسولل شوي دي. دغه راز د جزري شرحه یې هم په دوه ټوکونو کې لیکلې ده، چې دواړه ټوکه یې چاپ شوي دي. قاري برکت الله یوه شعري ټولګه هم لري، چې ((ناکامه مینه)) نومېږي.

قاري برکت الله له موره په سترګو ړوند پیدا شوی دی، خو هغه هيڅکله خپله دغه بدني نیمګړتیا د ځان لپاره خنډ نه ده ګڼلې او تر نورو خلکو یې لا ډېرې هلې ځلې او خوارۍ کړې دي

Loading...