کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د فېسبوک پېغامونه پرته له Seen څخه څنګه ولولو؟ طريقه وګورئ
فېسبوک پېغامونه

د فېسبوک پېغامونه پرته له Seen څخه څنګه ولولو؟ طريقه وګورئ

د انټرنېټ يو له لويو شرکتونو څخه فېسبوک هم دى چې کاروونکي يې ډېرى مهال غواړي، د خپلو ملګرو پېغامونه په داسې ډول ولولي، چې هغه ته معلومات ونه شي چې يې لوستى دى.

کله چې د فېسبوک په مسينجر کې يو ملګرى بل ته پېغام ولېږي او بل ملګرى دغه پېغام ولولي، نو د پېغام لاندې Seen ليکلي راشي، چې لومړي ملګري ته دا خبره ورسېږي چې د هغه ملګري د هغه پېغام لوستى دى.

خو تر ډېره پوره چې کله په لېپټاپ يا ډيسکټاپ کمپيوټر باندې کله يو څوک چاته پېغام ولېږي، نو د ليدلو دوه نښې ورسره اتومات راښکاره کېږي.

خو د فېسبوک ډېرى کاروونکي بيا غواړي چې د خپلو ملګرو پېغامونه ولولي، خو هغوى ته معلومات ونه شي چې دوى يې پېغامونه لوستي دي.

د (مېل انلاين) وېبپاڼې د دې طريقه په يوه ليکنه کې خپره کړې ده، چې هر څوک کولاى شي په ګوګل کروم کې يو ايکسټينشن انسټال کړي، نو بيا به يې ملګرو ته Seen نه ښکاري.

په راپور کې ويل شوي دي چې دا ايکسټينشن د (ان سين فار فېسبوک) (Unseen For Facebook) په نوم دى چې هر څوک کولاى شي په وړيا ډول يې په ګوګل کروم براوزر کې انسټال کړي، له هغه وروسته به بيا دوى د خپلو ملګرو پېغامونه لولي او ملګرو ته به يې معلومات نه کېږي.

ان سين فار فېسبوک

د فېسبوک کاروونکي په خپله خوښه کولاى شي چې دا ايکسټينشن خلاص يا بند کړي.

د کارولو لاره

کله چې تاسې په ګوګل کروم کې خپل فېسبوک خلاص کړئ، نو له هغه وروسته دا ايکسټينشن اينېبل يا خلاص کړئ، څنګه چې دا اينېبل شي، نو له هغه وروسته چې تاسې د هر چا پېغام ولولئ، هغه ته به معلومات نه کېږي، يعنې د Seen نښه به ورسره نه راځي او هغه ته به داسې ښکاري چې پېغام يې نه دى لوستل شوى.

Loading...

دا هم ولولئ

مارک زوکربرګ

د مارک زوکربرګ شتمنۍ کې په ٢ مياشتو کې ٣٠ ميليارده ډالر زيات شو

په ټوله نړۍ کې د نوي کورونا ويروس له امله اقتصاد او کاروبارونه په ټپه …