کورپاڼه / ژوند / د لا خوشحاله ژوند ۵ رازونه
خوشحاله ژوند

د لا خوشحاله ژوند ۵ رازونه

خوشحالي يو ډول ذهني حالت دی، يانې د ذهن يو متفاوت حالت دی چې موږ پکې خوشحالي حس کوو، ډېر خلک دې ته په تمه وي چې خوشحالي د بل ځاي څخه راشي او دوی خوشحاله کړي، دوی خوشحالي د ځان څخه ډېره لرې ګڼي او راتلو یې په تمه وي چې خوشحالي به دا لويې فاصلې طی کړي او تر دوی پورې به راورسېږي، خو څنګه چې موږ فکر کوو خوشحالي دومره زموږ څخه لرې نه ده، بلکې خوشحالي موږ ته تر بل هرڅه زياته نیږدې ده، ددې لپاره چې خوشحاله و اوسو نو بايد ځینې ورځني عادتونه خپل کړو ترڅو خوشحالي هم زیاته هم دوامداره شي.

د خوشالۍ لپاره ډېر لوی کارونه حتمي نه دي، ډېر ساده کارونه شته چې ترسره یې کړو نو موږ خوشحالي به يو په دوه کړي.

هغه ځینې عادتونه چې په خپلولو به یې تاسې په خپله خوشحالی کافي زياتوالی رامنځته کړئ.

١-: خوشحالي وټاکئ

لومړی باید په دې پوه شو چې خوشحالي د ټاکنې کار دی، يانې موږ کولی شو چې خوشحالي وټاکو، خوشحالي د موجودو پېښو يوه پايله نده، دا پیښې نه دي چې په مستقيم ډول به زموږ د خوشحالۍ پريکړه کوي، بلکې دا د ژوند په جريان کې رامنځته کېدونکو پېښو ته زمونږ غبرګون او دريځ دی چې زموږ د خوشحالۍ په هکله بنسټيز رول لري، د خوشحاله کېدو لپاره لومړی توپير او درک چې بايد خپل کړو دادی چې پوه شو چې خوشحالي زموږ پخپل لاس کې ده، بل څوک موږ ته خوشحالي نه راکوي او نه یې هم راوري، موږ کولی شو پخپله ځان خوشحاله او يا هم خفه کړو.

٢-: ښو ټکو ته پام وکړئ

همدا اوس په ژوند کې ډېر څه داسې لرو چې بايد ورته خوشحاله شو، روغ يو، د خوراک لپاره خواړه لرو، د اوسېدو لپاره يو کور لرو، کورنۍ او دوستان لرو، دا هغه څه دي چې د هر يوه بغير به يې زموږ ژوند نيمګړی وي، مګر دادي موږ دا ټول لرو، له همدې کبله د خوشحاله کېدو لپاره دا کافي څه دي، چې بايد‌ ورته خوشحاله شو او شکر وباسو، د خوشحالۍ لپاره دا ډول قيمتي ټکي هېڅکله هېر نکړو.

٣-: ډېر ملک ته ارزښت مه ورکوئ

ملک، جايداد او نورو شتو ته د‌ حد څخه ډېر ارزښت ورکول د انسان خوشحالي له منځه وړي، البته چې دا ډول شیان په يو معين مقدار کې د اړتیا وړ دي او زموږ ژوند ورپورې تړلی دی، خو نن سبا د پرمختللې نړۍ سوداګرو هرڅه دومره اړين ښودلي چې انسان ته دا فکر ورکوي چې دا ټول بايد حتماً دوی پخپل کور او ژوند کې ولري، ډېر شیان ډېر جنجال لري، ترلاسه کول یې يو جنجال او د لاس ورکول یې بل، موږ دومره څه ته اړتيا لرو چې ورباندې خپل ژوند وکړو، د زياتو شتو بې درېغه مینه زموږ خوښي له منځه وړي.

٤-: روغ عادتونه خپل کړئ

روغ او ګټور عادتونه تاسې د بې کارۍ او غلطو فکرونو څخه ژغوري کوم چې د خوشحالۍ دښمن دي، چکر ووهئ، تمرین او سپورټ وکرئ، دعا وکړئ، د خپلو خپلوانو پوښتنه په معينو وختونو کې وکړئ، کتاب ولولئ او که مو کومه بله ژبه زده وي کتاب وژباړئ، ژباړه زده کړئ.

٥-: د نورو سره مرسته وکړئ

ژوند يوازې دا نه دی چې خپلې ګټې په نظر کې ونيسئ، د نورو سره مرسته کول به تاسې ته يو ډېر ښه حس هم درکړي، يو بې سارې خوشحالي او د سینې پراخي به حس کړی، دا به تاسې هم خوشحاله کړي هم به مو د يو بل انسان لاس نیولی وي او نور دا چې خپل دوستان به مو هم ډېر کړي وي.

ژباړه : منيب الرحمان رحماني

Loading...

دا هم ولولئ

کرايه کور

په کرايه د کور نيولو په وخت کې دا ۵ ټکي له ياده مه باسئ

د کور نيولو مسله هم يوه ستړې کوونکې مسله ده، که چېرې سړی خپل موټر …