کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د لمر قدرتي رڼا اوس شپه و ورځ او هر ځاى کې ترلاسه کولى شئ
لمر

د لمر قدرتي رڼا اوس شپه و ورځ او هر ځاى کې ترلاسه کولى شئ

د سويلي کوريا مشهور شرکت سامسنګ داسې کړکۍ جوړه کړې ده، چې د لمر رڼا اوس هر ځاى او هر وخت ترلاسه کولاى شئ.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د انسان هډوکو ته د ويټامين ډي اړتيا ډېره ده او دا ويټامين بيا په قدرتي لمر کې بېخي ډېر دى، خو د دې لپاره بايد تاسې د ورځې پر مهال له خپل کور څخه بهر راووځئ او لمر ته کېنئ، خو اوس تاسې د ځيرک موبايل په مرسته هم ويټامين ډي ترلاسه کولاى شئ.

د همدې لپاره د سويلي کوريا مشهور شرکت سامسنګ د قدرتي لمر داسې يوه ځيرکه کړکۍ جوړه کړې ده چې د (سمارټ ونډو سني فايو) نوم ورکړل شوى دى. دا کړکۍ نه يوازې دا چې تاسې ته قدرتي رڼا درکوي، بلکې ستاسې بدن ته په ډېر لږ وخت کې ويټامين ډي هم ورکوي.

د لمر کړکۍ

د راپور په وېنا، د موبايل اپليکېشن په مرسته تاسې د رڼا کچه، د حرارت کچه او همدا راز د رڼا زاويه هم په خپله خوښه برابرولى شئ.

د سني فايو په نوم دغه کړکۍ د کور په هره برخه کې لګولى شئ او هر وخت چې وغواړئ، سهار، ماښام يا هم د شپې، تاسې قدرتي لمر او ويټامين ډي ترلاسه کولاى شئ.

د لمر کړکۍ ٢

ياد شرکت د دې قدرتي لمر کړکۍ په اړه نور معلومات نه دي شريک کړي، چې دا به کله پلور ته وړاندې شي او بيه به يې څومره وي، خو هيله شته چې دا نوى نوښت ډېر ژر مارکيټونو ته راشي.

Loading...

دا هم ولولئ

مارک زوکربرګ

د مارک زوکربرګ شتمنۍ کې په ٢ مياشتو کې ٣٠ ميليارده ډالر زيات شو

په ټوله نړۍ کې د نوي کورونا ويروس له امله اقتصاد او کاروبارونه په ټپه …