کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د مارک زوکربرګ شتمنۍ کې په ٢ مياشتو کې ٣٠ ميليارده ډالر زيات شو
مارک زوکربرګ

د مارک زوکربرګ شتمنۍ کې په ٢ مياشتو کې ٣٠ ميليارده ډالر زيات شو

په ټوله نړۍ کې د نوي کورونا ويروس له امله اقتصاد او کاروبارونه په ټپه ولاړ دي، خو د فېسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ په شتمنۍ کې په تېرو دوه مياشتو کې ٣٠ ميليارده امريکايي ډالر زيات شو.

د بلومبرګ انډيکس د راپور په وېنا، د مارک زوکربرګ د شتمنۍ له زياتېدو سره هغه اوس د نړۍ دريم شتمن کس شو او اوس هغه د ٨٧.٧ ميليارده امريکايي ډلرو شتمني لري، جيف بيزوس او بيل ګېټس له هغه مخکې دي.

د مارچ په ١٧مه نېټه چې کله د امريکې په کيليفورنيا رياست کې ګرځبندېز اعلان شو، نو هغه مهال د مارک زوکربرګ شتمني ٥٧.٥ ميليارده ډالره وه.

په کيليفورنيا کې د کورونا د مخنيوي په پار اوس هم ګرځبندېزونه پاى ته نه دي رسېدلي او همدا راز په ټوله نړۍ کې په ميليونونو کسان بېکاره شوي دي، خو د فېسبوک د بنسټګر په شتمنۍ کې زياتوالى روان دى.

د مارک زوکربرګ په شتمنۍ کې زياتوالى د هغه په شرکت کې د اقتصادي پرمختګ زېرى دى. د روان کال د لومړيو دريو مياشتو کوم راپور چې د اپريل په ٢٩مه نېټه خپور شوى و، هغه له هيلو ډېر ښه و.

په دغه درې مياشتو کې فېسبوک ١٧.٧٤ ميليارده ډالر وګټل او همدا راز ١.٧٤ ميليارده کسان فېسبوک ته ورغلي و، چې په دغه درې مياشتو کې د فېسبوک اړوند د ټولو اپليکېشنو کاروونکي ٣ ميليارده و.

خو بل لوري ته فېسبوک وايي، چې د ٢٠٢٠ کال په لومړيو دريو مياشتو په وروستيو اونيو کې د اعلاناتو په برخه کې کمى راغلى دى او ښايي د دوى په شرکت اغېز وکړي.

په تېرو دوه مياشتو کې فېسبوک په خپلو اپليکېشنو کې ډېر بدلونونه هم راوستل، په دې کې اي کامرس او ويډيويي کنفرانس د يادولو وړ دي، همدا راز په مسنيجر کې يې هم بدلون راوست چې ٥٠ کسان پکې په يو وخت انلاين خبرې کولاى شي.

Loading...

دا هم ولولئ

ګوګل کمپنۍ

ګوګل اعلان کړى چې خپل هر کارمند ته به ١٠٠٠ ډالر زياتې پېسې ورکړي

د انټرنېټ تر ټولو لوى شرکت ګوګل اعلان کړى دى، چې هغوى به خپلو کارمندانو …