کورپاڼه / روغتيا / د مخ ماسک بايد په څومره وخت کې بدل کړئ؟
ماسک

د مخ ماسک بايد په څومره وخت کې بدل کړئ؟

د کورونا ويروس له امله د مخ ماسک تقاضا زياته شوې ده او خلک ماسکونه په هره بيه اخلي، خو هر څوک بيا د خپلې وسې سره سم ماسک اخلي او خپل مخ پرې پټوي.

د راپورونو په وېنا، روغتياپالانو د کورونا څخه د خونديتوب لپاره ماسک په مخ کول لازمي ګڼلي دي، تر څو خلک له ويروس خوندي شي، خو يوازې ماسک او په خوندي ماسک کې بيا لوى توپير شته.

د مخ ماسک يو وخت د ويروس نه د خونديتوب په برخه کې ناکامېږي او دا هغه وخت وي چې بايد تاسې خپل ماسک بدل کړئ، يا هم همدغه ماسک ووينځئ او بيا يې وکاروئ.

که په ماسک باندې لاندې نښې يا علامې وې نو بيا مو خپل ماسک ژر تر ژره بدل کړئ.

د کورونا نښو له امله ماسک بدلول

که چېرته په تاسې کې د کورونا ويروس نښې راښکاره کېږي، نو تاسې ته پکار ده چې ژر تر ژره مو خپل ماسک بدل کړئ، تر څو ځان او کورنۍ مو د کورونا څخه خوندي کړئ، يا بيا دغه ماسک پاک ووينځئ او له وچولو وروسته يې وکاروئ.

د ناروغ پوښتنه

که تاسې چېرته په کوم روغتون کې د کوم ناروغ پوښتنې ته ورغلي يئ، يا د يو داسې کس سره نږدې يئ چې ستاسې پرې شک وي چې هغه کس کې د کورونا نښې دي، نو بيا د ځان د خونديتوب لپاره مو ماسک بدل کړئ.

د بېلا بېلو ځايونو سره د لاس لګولو وروسته ماسک ته لاس وروړل

کورونا ويروس په دروازو، په بازار کې د سودا اخيستلو پر مهال، او نورو شيانو باندې کېداى شي، نو تاسې چې داسې هر يو څه ته لاس يوسئ او بيا هغه لاسونه مو ماسک ته وروړئ، نو له دې وروسته بايد چې ماسک بدل کړئ يا هم دغه ماسک مو ژر تر ژره ووينځئ او له وچولو وروسته يې وکاروئ.

Loading...

دا هم ولولئ

کورونا ويروس ١

ايا کورونا ويروس کمزورى شوى؟

د روغتيا نړيوال سازمان پوهان او نور ساينسپوهان وايي، چې دا خبره هېڅ حقيقت نه …