کورپاڼه / بېلا بېل / د ملاریا له درملو سره د کورونا ناروغان ښه کېږي؟
ملاریا

د ملاریا له درملو سره د کورونا ناروغان ښه کېږي؟

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (۲۴ مارچ ۲۰۲۰): په امریکا کې د ملاریا د درملو په اړه خبرې کېږي، چې له یادو درملو سره کېدای شي د کورونا ناروغان ښه شي او د کورونا ویروس یې په بدن کې ختم شي.

په ټولنیزو رسنیو کې د ډونالډ ټرمپ هغه خبره ډېره یادېږي، چې د کورونا ویروس درملنه د hydrochloroquine درملو سره کېږي. په امریکا کې په بېلابېلو سیمو کې دغه درمل وېشل شوي دي او ویل کېږي، چې مثبته اغېز یې کړې ده.

يو ناروغ ویلي دي، چې له دې درملو سره جوړ شوی دی

د امریکا د فلوریډا ایالت یوه ۵۲ کلن اوسېدونکي چې په کورونا ویروس باندې ککړ و، دعوه یې کړه ده، چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سپارښتنې سره سم یې د ملاریا درمل خوړلي دي، چې اوس ورسره په مکمله توګه ښه شوی دی او دغه درمل وو، چې د هغه ژوند یې وژغوره.

نوموړي کس له رسنیو سره په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې هغه له پنځو ورځو راهیسې په کورونا ویروس ککړ شوی و، چې سر او ملا یې درد کاوه، پرنجي یې کول او له سترګو یې اوښکې بهېدې، چې هغه ګمان کاوه، چې نور به ژوندی پاتې نه شي او دا یې د ژوند وروستۍ ورځې دي.

هغه وايي، چې دغه وخت هغه ته د هغه یوه ملګري د ملاریا د درملو د استعمال خبره وکړه، چې هغه هم ومنله او د ملاریا له درملو chloroquine سره روغ جوړ شو.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې مرکه کې ويلي وو، چې hydrochloroquine هغه درمل دي، چې د ملاریا ناروغانو لپاره توصیه کېږي، خو اوس ایف ډي ای دغه درمل د کورونا ویروس په ناروغانو باندې هم استعمالوي او په دې لګیا دي، چې له یادو درملو سره به د کورونا ویروس ختم شي او که نه.

Loading...

دا هم ولولئ

بدخشان

کورونا ویروس؛ سر له سبا بدخشان کرنتین کېږي

خپلواک وېبپاڼه (۳۱ مارچ ۲۰۲۰): په داسې حال کې چې په بدخشان کې په کورونا …