کورپاڼه / مخکښان / د نړۍ د تاریخ د سترو پوهانو عجیب و غریب عادتونه
البرټ انشټاین

د نړۍ د تاریخ د سترو پوهانو عجیب و غریب عادتونه

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (۴ مارچ ۲۰۲۰): د نړۍ په تاریخ کې ځينو نابغه پوهانو عجیب و غریب عادتونه لرل او د ژوند کړو وړو یې له نورو انسانانو سره ډېر زیات توپیر لاره. په دې مطلب کې د علم او هنر د ځينو هغو مخکښو او نابغه اشخاصو عجیبه عادتونه بیان شوي دي، چې کېدای شي تاسو به تر دې دمه پرې نه پوهېدئ.

۱:- سالوادور دالي

سالوادور دالي

سالوادور د اسپانیا سورریالېست انځورګر و، چې د نړۍ له تر ټولو عجیبو هنرمندانو څخه ګڼل کېږي. دالي د فرانسې په پاریس ژوبڼ کې یو داسې حیوان پېرلی و، چې مېږیان به یې خوړل، هغه به له خپل دې حیوان سره په واټونو کې هم ګرځېده. دالي یوه داسې مرکه هم کړې وه، چې ژورنالېست ورته په ځمکه ناست و او دی له ونې ورته غږېده. هغه به ډېری وخت په لندو جامو کې ګرځېده.

۲:- پابلو پیکاسو

پابلو پیکاسو

پابلو پیکاسو د نړۍ په تاریخ کې د ستر انځورګر نوم لري. هغه دوه ځل واده کړی و، خو پر دې سربېره یې له نورو ښځو سره هم اړیکې لرلې. د هغه پنځه بچیان وو، چې درې تنه یې له واده مخکې پیدا شوي وو. پیکاسو به تل په کور کې کوترې ساتلې، خو هغه په دې اند هم و، چې دا کوترې ولې د سولې د سېمبول په توګه ټاکل شوې دي؟ دا خو ډېر بداخلاقه مرغان دي!

۳:- نیکولا تیسلا

نیکولا تیسلا

نیکولا تیسلا د نړۍ ستر مخترع و، چې ډېر زیات عجیب ژوند یې لاره. هغه به چې څومره خواړه خوړل، هغه ټول به یې محاسبه کول. هغه د ښځو له غوږوالیو نه سخت بېزار و (په ځانګړې توګه د مروارید له غمیو نه جوړې غوږوالۍ). هغه به په هوټلونو کې هغه خونې انتخابولې چې شمېرې به یې درې عدده وو.

۴:- البرټ انشټاین

البرټ انشټاین

وايي انشټاین داسې یو کس و، چې چا به هم ورسره خبرې کولې، مجبور به و چې خپلې خبرې په ځلونو ځلونو تکرار کړي. د هغه له کوچنیوالي راهیسې جرابې بدې راتللې او ویل به یې چې د پښې غټه ګوته یې ډېره ستره ده او جرابې شلوي. هغه په دې اړه خپلې مېرمنې ته په یوه لیک کې هم ليکلي وو: (( حتی په ځانګړو ځایونو کې هم جرابې نه په پښو کوم او د پښو د پټولو لپاره کوښښ کوم چې اوږدې موزې په پښو کړم.))

۵:- الفرډ هیچکاک

الفرډ هیچکاک

الفرډ هیچکاک چې پخپله د ډاروونکو فلمونو جوړوونکی او لوبغاړی و، له ډاروونکو فلمونو نه به زښت وېرېده او بد به یې ځنې وړل. هغه د چرګانو له هګيو نه سخت بد وړل، که چېرته په رستورانت کې به چا د هګیو فرمایش ورکړ، نو د هغه وضعه به ګډه وډه شوه. هغه به ډاروونکي فلمونه جوړول، خو کله یې هم خپل فلمونه نه ننداره کول، هغه په دې اړه وايي: (( زه د خپلو فلمونو له لیدلو ډارېږم. هيڅ وخت مې خپل فلمونه نه دي کتلي، نه پوهېږم چې خلک زما د فلمونو د لیدلو توان څنګه لري؟)).

Loading...