کورپاڼه / جالب / د نړۍ هغه نامتو اشخاص چې ژوندي خښ شوي دي
ډيويډ بلاین

د نړۍ هغه نامتو اشخاص چې ژوندي خښ شوي دي

خپلواک وېبپاڼه (۲۸ مارچ ۲۰۲۰): موږ ټول لږ و ډېر له مرګ نه ویرېږو. اړینه نه ده چې تاسو ځانونه څومره زړور او پیاوړي ښايئ، ځکه چې تاسو له زړه نه له دې ډار نه خبر یاست. په تاریخ کې داسې دورې تېرې شوې دي، چې په مسلسل ډول به پکې خلک ژوندي خښېدل او خاورې به پرې اړول کېدی، د یادو خلکو په اړه څه خاص معلومات نشته، خو ځينې داسې خلک چې خورا نامتو وو او په سیمه او نړۍ کې یې زیات شهرت درلوده، هم دا چل ورسره شوی دی او ژوندي خښ کړای شوي دي.

دلته د ځينو هغو نامتو اشخاصو په اړه معلومات درسره شریک شوي دي، چې ژوندي خښ کړای شوي دي.

کنتس اجکامب

کنتس اجکامب

د روښانفکرۍ په دوره کې ځينو اروپايي روښانفکرانو غوښتل چې خپلې نظریې د څېړنو او په لاس ته د راغلو معلوماتو پر مټ د هغو تایید وکړي. روغتیايي علوم هم له دې قاعدې نه مستثنا نه وو. په اتلسمه پېړۍ کې ډاکټرانو وغوښتل، چې د وجود او عدم وجود نظریه د څېړنو او ازمېښتونو پر مټ تایید کړي، هغوی په لسګونو جسدونه په خاورو کې خښ کړل، خو په دغو جسدونو کې یوه جینۍ هم وه، چې ژوندۍ وه، خو په زور په خاورو کې خښه شوې وه، دا جینۍ اما کنتس اجکامب وه، چې اوس د کلیسا پیروانو ته یوه مقدس ارزښت لري.

ډيويډ بلاین

ډيويډ بلاین

مشهور جادوګر ډيويډ بلاین خپلو ملګرو ته اجازه ورکړه، چې هغه ژوندی خښ کړي. په ۱۹۹۹ ز کال کې بلاین په یوه عمومي محضر کې په تابوت کې کېښودل شو. د هغه تابوت په یوه درې ټنه وزن لرونکي اوسپنیز ټانکر کېښودل شو، ټانکر له اوبو څخه ډک کړای شو او په خاورو کې خښ شو، خو کله چې یوه اوونۍ وروسته د هغه تابوت راووستل شو، نو خلکو ولیدل چې هغه ژوندی او روغ رمټ و. هغه د نورو جادوګرانو په څېر خپل راز چاته و نه وایه او رسنیو سره یې هم یوازې څو لنډې خبرې شریکې کړې.

میک میني

مک میني

د ۱۹۶۸ ز کال د فبروري ۲۱ مه نېټه میني خبریالانو راوغوښتل تر څو د هغه نوی ریکارډ چې تر ځمکې لاندې ژوندي پاتې کېدل وو، ثبت کړي. نوموړی د همهغې ورځې په شپه په تابوت کې کېښودل شو او تر خاورو لاندې خښ کړای شو، البته نوموړی د دوه پايپونو په وسیله له نړۍ سره په اړیکه کې و. دا دوه پایپونه د خواړو او هوا اخیستو لپاره ځانګړي شوي وو. هغه وشوای کولی چې ۶۱ ورځې په دغه ډول سره تر ځمکې لاندې پاتې شي، هغه له دغه کار سره خپل پخوانی ریکارډ چې مخکې یې ۴۵ ورځې تر ځمکې لاندې تېرې کړې وې، مات کړ او نوی ریکارډ یې په خپل نوم کړ.

جوزف ګازي

جوزف ګازي

اوس وخت کې ډاکټران کولی شي هغه ناروغان چې په ريښتونې معنا یې ژوند له لاسه ورکړی وي، د شوق په ورکولو سره هغوی بېرته راژوندي کړي. په ۲۰۱۰ ز کال کې په پولېنډ کې د شاتو د مچیو یو ساتونکی د زړه د حملې له امله روغتون ته وېوړل شو او ډاکټر چې د هغه بدن معاینه کړ او ورته مشخصه شوه، چې د هغه تنفس ودرېدلی، بدن یې سوړ شوی دی او زړه یې ولاړ دی، نو یې د هغه مړینه ثبت کړه، خو کله چې د هغه مېرمن د هغه له لاس نه ساعت راباسي او صحي پرسونل غواړي، چې هغه سړې خونې ته یوسي، نو دا وخت د هغه نبض چلېږي او زړه یې ټکان پیدا کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د ليمو اوبه

يو امريکايي په ١٧ ثانيو کې ١ ليټر د ليمو اوبه څښلي او نړيوال ريکاډ يې جوړ کړى

په نړۍ کې داسې ډېرى خلک پېدا کېږي، چې هغوى بېلا بېل داسې کارونه ترسره …