کورپاڼه / مخکښان / د هندي فلمونو پښتنه هنرمنده زرين خان وپېژنئ
زرين خان

د هندي فلمونو پښتنه هنرمنده زرين خان وپېژنئ

د هندي فلمونو د نامتو پښتنې هنرمندې زرين خان نن کليزه ده، هغه چې د ١٩٨٧ کال د مۍ مياشتې په ١٤مه نېټه زېږېدلې ده، نن د ٣٣ کالو شوه.

زرين خان د هند د مهاراشټر ايالت په ممبۍ ښار کې په يوه پښتنه کورنۍ کې زېږېدلې ده، هغه د ممبۍ د رضوي کالج اف ساينس څخه فارغه شوې او همدا راز په هندي، اردو، انګليسي او مراټي ژبو روانې خبرې کولاى شي او پښتو ژبه يې هم زده ده، چې خبرې پرې کولاى شي.

زرين خان په ٢٠١٠ کال کې هندي سينما ته راغله او په لومړي ځل يې له نامتو فلمي ستوري سلمان خان سره په (وير) فلم کې کار وکړ.

که څه هم د زرين خان دا لومړنى فلم ډېر بريالى نه شو، خو په هندي سينما کې هغې ځانته يو ځاى پېدا کړ او له (وير) فلم وروسته يې د سلمان خان په (رېډي) فلم کې يوه سندره وکړه، چې له هغې وروسته زرين خان ډېره مشهوره شوه.

 

View this post on Instagram

 

Jumma Mubarak ✨✨✨ #ZareenKhan

A post shared by Zareen Khan 🦄🌈✨👼🏻 (@zareenkhan) on


د زرين خان دويم فلم بيا (هاوس فل ٢) و چې له اکشى کمار سره يې ګډ کار وکړ او دا فلم يو له ډېرو برياليو فلمونو څخه و. له هغه وروسته زرين خان په هندي، تامل، پنجابي او تيلګو فلمونو کې کار وکړ، چې په دې فلمونو کې نان راجاوګا پوګيران، جټ جېمز بانډ، ډي او اې، هېټ سټوري ٣، ويراپن، وجه تم هو، اکثر ٢، ١٩٢١، چناکيا او ډاکه فلمونه شامل دي. همدا راز په ٢٠٢٠ کال کې زرين خان په هم بهي اکيلى تم بهي اکيلى کې کار کړى دى.

د خپل لومړي فلم (وير) لپاره هغه د زي سين ايوارډز د نوې ستورې جايزې ته نومانده شوې وه، خو دغه جايزه يې ترلاسه نه کړاى شوه، همدا راز د جټ جېمز بانډ لپاره د نوې ستورې په توګه جايزه ترلاسه کړې ده او د ګلوبل فلم فيسټيوال ٢٠١٨ کال کې يې هم جايزه ترلاسه کړې.

د کورونا ختمېدل زما لپاره ستره ډالۍ ده

زرين خان په خپله تازه مرکه کې د خپلې کليزې په اړه وويل، چې زه نه پوهېږم چې دا حالت به تر کومه پورې روان وي، خو دا زما لپاره ډېره جالبه ده چې په داسې ورځو کې زما کليزه راغلې ده، خو زه په دې خوښه يم چې زما مور او خور زما سره دي او وروسته به ګورو چې ژوند کوم لوري ته ځي.

هغه وايي، چې پلان يې درلود چې له خپلې مور سره امريکا ته لاړه شي، ځکه د مور او د دې دواړو کليزې هم په يوه مياشت کې راځي. هغه وايي د مور لپاره يې د امريکا وېزه هم ترلاسه کړې وه، لومړى ځل يې و چې امريکا ته تلله، خو په منځ کې ګرځبندېز راغى او هر څه همداسې پاتې شو.


زرين خان همدا راز په خپله مرکه کې وويل، چې اوس يې يوازينۍ هيله همدا ده چې کورونا ويروس دا نړۍ پرېږدي او لاړ شي، هغه وايي که کورونا ختمه شي، نو دا به د هغې لپاره تر ټولو ستره ډالۍ وي.

Loading...

دا هم ولولئ

سونو سود

“مور ته دې وايه چې ماته دعا کوي، هر څه به ښه شي”

د هندي فلمونو هنرمند سونو سود په هند کې د ګرځبندېز پر مهال له اړمنو …