کورپاڼه / روغتيا / د وزن له کمولو وروسته؛ بېرته د چاغښت مخه څنګه ونيسو؟
وزن

د وزن له کمولو وروسته؛ بېرته د چاغښت مخه څنګه ونيسو؟

د وزن کمول کوم اسانه کار نه دى، خو د وزن کمولو وروسته بيا د د وزن توازن ساتل د وزن له کمولو هم ډېر ګران کار دى، چې هر څوک يې نه شي کولى.

د کورونا له امله چې خلک په کورونو کې کرنټين دي، نو د خپلې بدنۍ روغتيا پوره پام نه ساتي، خلک چې په کورونو کې کرنټين دي، له اړتيا ډېر خوراک کوي او همدا راز ورزش هم نه کوي، چې بېرته يې وزنونه زياتېږي.

خو تاسې مه خپه کېږئ، ځکه نن درسره ځينې داسې لارې شريکوو، چې په عملي کولو سره به يې تاسې د خپل وزن توازن وساتئ.

١-: د خواړو رژيم

په وزن کې د توازن ساتلو لپاره تر ټولو لومړى کار د خواړو رژيم دى، تاسې بايد د ورځې په اوږدو کې داسې خواړه وخورئ، چې هغه پروټين، کاربوهايډريټس او فايبر ولري، تر څو وزن مو کنټرول شي او چاغ نه شئ.

٢-: ورزش مو د ژوند برخه وګرځوئ

د وزن کمولو يا هم د وزن د توازن ساتلو لپاره دا ډېره لازمي ده چې د خواړو تر څنګ ورزش هم د ژوند برخه وګرځوئ. هره ورځ بايد لږ تر لږه نيم ساعت ورزش وکړئ يا هم داسې کار وکړئ چې د بدن خوله مو پکې ووځي.

٣-: په سم او ټاکلي وخت ډوډۍ خوړل

د روغتيا او وزن لپاره مهمه دا ده چې انسان بايد په هماغه وخت ډوډۍ ورکړي چې ټاکل شوى دى. لکه څنګه چې موږ سهارنۍ د غرمې پر مهال نه شو خوړلى، نو همداسې د خوراک لپاره خپل وخت ټاکل شوى دى نو په سم او ټاکلي وخت ډوډۍ وخورئ.

٤-: د روغتيا لپاره تاواني خوواړو څخه ليرې اوسېږئ

ډېرى مهال موږ فاسټ فوډ او د بېکري خواړه خورو، دا هغه خواړه دي چې که يې تاسې خورئ، نو ستاسې وزن زياتوي، نو هڅه وکړئ چې له دې خوړو پرهېز وکړئ او ترې ليرې اوسېږئ.

Loading...

دا هم ولولئ

کورونا ويروس ١

ايا کورونا ويروس کمزورى شوى؟

د روغتيا نړيوال سازمان پوهان او نور ساينسپوهان وايي، چې دا خبره هېڅ حقيقت نه …