کورپاڼه / کلتور او هنر / د ولسمشر په حکم ليکوال عبدالرازق پالوال ته مياشتينى معاش وټاکل شو
عبدالرازق پالوال 1

د ولسمشر په حکم ليکوال عبدالرازق پالوال ته مياشتينى معاش وټاکل شو

د ولسمشر غني د حکم پر اساس د هېواد پياوړي ليکوال او ژبپوه دوکتور عبدالرازق پالوال ته مياشتينى معاش وټاکل شو، تر څو د ژوند يې ښه او خپلې ستونزې پرې حل کړي.

د کندهار ولايت مقام له لوري خپلواک وېبپاڼې ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په وړانديز او د جمهور رييس محمد اشرف غني په حکم د هېواد پياوړي ليکوال او ژبپوه دوکتور عبدالرازق پالوال ته مياشتينى معاش وټاکل شو.

خبرپاڼه کې ليکل شوي دي، چې موده وړاندې اطلاعاتو او کلتور وزارت د دوکتور عبدالرازق پالوال د ژوند ښه کېدو او ستونزو د حل لپاره د معاش وړانديز کړى و، چې اوس تازه ياد وړانديز منل شوى او د جمهور رييس محمد اشرف غني په حکوم نوموړي ته د ١٣٩٩ کال له بوديجې څخه هره مياشت ٣٠ زره افغانۍ معاش ورکول کېږي.

عبدالرازق پالوال

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د چهارشنبې په ورځ د اطلاعاتو او کلتور رييس حکمت الله افغان او د کندهار پوهنتون مالي او اداري مرستيال اغا محمد روحمل د ښاغلي پالوال د صحت پوښتنه وکړه او تر څنګ يې نوموړي ته د لوړو زده کړو وزارت له ادره د دوو مياشتو معاش، چې جمعله ٦٠ زره افغانۍ کېدلې، هم ورکړې.

تر دې وروسته به هره میاشت د لوړو زده کړو وزارت له بوديجې څخه دوکتور عبدالرازق پالوال ته ۳۰۰۰۰ افغانۍ معاش ورکول کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

جاوېد اميرخېل

جاوېد اميرخېل: ځنډ د ارمانونو غل دى

د هېواد نوموتى هنرمند جاوېد اميرخېل وايي، چې ځنډ د ارمانونو غل دى، نو هغه …