کورپاڼه / بېلا بېل / د ټرمپ معجزوي درملو یو کس وواژه
ډونالډ ټرمپ

د ټرمپ معجزوي درملو یو کس وواژه

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (۲۴ مارچ ۲۰۲۰): د امریکا په متحده ايالاتو کې يو کس هغه درملو وواژه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ته معجزوي درمل ويلي وو او د نوي کورونا ويروس د ناروغانو د تداوۍ لپاره یې د هغه د کارولو سپارښتنه کړې وه. دغه درمل چې کيمياوي ماده يې کلوروکين ده، يوه ناروغ په خپل کور کې په خپل سر وڅښل، چې ژوند یې له لاسه ورکړ. د ناروغ میرمنې هم دغه درمل خوړلي وو، چې دا هم اوس په روغتون کې ده او روغتياپالانو یې وضعيت د اندېښنې وړ ښوودلی دی.

روغتياپالانو د دې درملو په هکله لا پخوا خلکو ته اخطار ورکړی و، چې ويې نه کاروي، روغتياپالانو دغه درمل خطرناک بللي وو او خلکو ته یې د هغه د نه کارولو سپارښتنه کړې وه، خو د امریکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې هر څه سره سره څو ځل وويل، چې دا يو معجزوي درمل دي او ستره شفا پکې پرته ده.

دغه پېښه د امریکا د متحده ايالاتو د اريزونا په ايالت کې رامنځته شوې ده، دغلته يوې ښځې او مېړه کلورکين فوسفات خوړلي، چې نيم ساعت وروسته یې حالت خراب شوی او ژر روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه روغتيايي مرکز ته چې دا دواړه د ټرمپ د سپارښتنې قربانيان ورغلي، وايي چې انسانان د نوي کورونا ويروس د تداوۍ په هکله کومه لار نه ويني، پوهېږي چې تداوي شتون نه لري، ځکه نو داسې عجيبو لارو او کړنو ته لاس اچوي. د دې مرکز مشر پروفيسور ډانيل وايي، دا کار هم هېڅ مناسب نه دی چې يو سړی دې په خپل سر د ځان تداوي پيل کړي او پرته د ډاکټر له مشورې او لارښوونې دې درمل وخوري، ده په خلکو غږ کړی چې په خپل سر د داسې کړنو څخه تېر شي، ځکه دا ډول تګلارې هېڅ خوندي نه دي او هېڅ ډول ضمانت نه لري.


کلوروکين او هيدروکسيکلورين هغه درمل دي چې د کارولو جواز لري. دا درمل د ملاريا په تداوۍ کې کارول کېږي، خو تر اوسه په دې علمي څېړنې نه دي شوي، چې دا درمل به د نوي کورونا ويروس ناروغي تداوي کړي. ساینس هغه هېڅ شي بنسټ نه نيسي چې د پراخو څېړنو او تجربو ثابت نه شي، ځینې درمل کېدای شي په يو ځای کې ګټور ثابت شي مګر په ټوله کې لوړ خطر لري.

ټرمپ د دې درملو په هکله څو ځله خبرې کړې وې او خلک یې د دې درملو کارولو ته تشويق کړي، ټرمپ ويلي وو، چې دا درمل به لوبه بدله کړي، خو په نیویارک کې ساینس پوهان وايي، چې په دې هکله به په راتلونکې اوونۍ کې څېړنې پيل کړي، خو د اوس لپاره په عام ډول د دې درملو کارول په هېڅ مناسب نه دي.

نوي کورونا ويروس د خلکو څخه لاره ورکه کړې ده، خلک هر هغه شي ته لاس اچوي چې څوک ورته وايي، چې دا د کورونا ويروس مخنیوی کوي، تر دې وړاندې په چين کې يوه کس دومره زياته هوږه خوړلې وه، چې ستونی یې تخريش شوی و او وروسته د روغتون شو.

تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې تقريباً څلور لکه (۳۹۴۶۹۵) کسان په کورونا ويروس اخته شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

سپیان

هغه روزل شوي سپیان چې د پوزې په وسیله کورونا ویروس معلوموي

خپلواک وېبپاڼه (۲۸ مارچ ۲۰۲۰): د يو خیریه بنسټ په وینا، سپيان کولی شي ډېر …