کورپاڼه / جالب / د ټولنيز واټن لپاره يو رسټورانټ جالب مېزونه جوړ کړي
رسټورانټ

د ټولنيز واټن لپاره يو رسټورانټ جالب مېزونه جوړ کړي

د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره چې د نړۍ ډېرى هېوادونو ګرځبندېز اعلان کړى و، اوس په يو شمېر هېوادونو کې په ورو ورو عادي ژوند بېرته پيلېږي، خو شرط پکې دا دى چې احتياطي تدابير به خلک عملي کوي او همدا په ځينو هېوادونو کې رسټورانټونه هم بېرته پرانيستل شوي دي.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، د امريکې په مېري لېنډ ايالت کې هم ګرځبندېز کې نرمښت راغلى دى، چې رسټورانټونه هم پرانيستل شوي دي، يو رسټورانټ بيا د خلکو ترمنځ د ټولنيز واټن ساتلو لپاره جالب مېزونه جوړ کړي دي، دا مېزونه د ټوپونو څخه جوړ شوي دي.

رسټورانټ ٢

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د سمندر په غاړه په دغه رسټورانټ کې چې هر څوک ډوډۍ خوري، نو د دغه مېزونو په مرسته به له يو بل څخه دوه متره واټن وساتي او ښه په ارام سره به ډوډۍ وخوري.

رسټورانټ ١

له دې مخکې په امريکا کې يو بل رسټورانټ د ګرځبندېز نه وروسته چې پرانيستل شو، نو د ١٩٤٠ کلونو د مجسمې يې په خپل هوټل کې کېښودې، تر څو د خلکو ترمنځ ټولنيز واټن هم وساتل شي او همدا راز مېزونه هم خالي نه وي.

Loading...

دا هم ولولئ

تمبلليک ١

جلال اباد ښاروال ته (تمبلليک) ورکړل شوى

نن د ننګرهار په جلال اباد کې يو شمېر خلکو د جلال اباد ښاروالۍ مخې …