کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د پخواني اجراييه رياست ٣٠٠ ميليونه بوديجه نورو ادارو ته ورکول کېږي
عبدالله عبدالله

د پخواني اجراييه رياست ٣٠٠ ميليونه بوديجه نورو ادارو ته ورکول کېږي

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ مارچ ٢٠٢٠): د پخواني اجراييه رياست څه له پاسه ٣٠٠ ميليونه افغانۍ بوديجه نورو ادارو ته ورکول کېږي او د پخواني اجراييه رياست ځينې کارکونکي شکايت کوي چې د دوى معاشونه ځنډول شوي دي.

د معلوماتو تر مخه، د ماليې وزارت مسوولين وايي، چې د پخواني اجراييه رياست بوديجه چې څه له پاسه ٣٠٠ ميليونه افغانۍ کېږي، نورو ادارو ته ورکول کېږي.

که څه هم د پخواني اجراييه رياست چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دغه رياست يو شمېر کارکونکي بيا شکايت کوي چې د دوى معاشونه ځنډول شوي دي.

د ماليې وزارت وايي، چې د ولسمشر غني د فرمان له مخې، چې دغه رياست لغوه شوى دى، د کب له ٢٠مې نېټې وروسته د يادې ادارې کارکونکي د معاش او امتياز مستحق نه دي.

د ماليې وزارت وايي، چې پخواني اجراييه رياست او د وزيرانو شورا شاوخوا ٩٠٠ کارکونکي درلودل او په کال کې نږدې ٣٠٠ ميليونه افغانۍ بوديجه ورته ځانګړې شوې وه.

د ماليې وزارت وياند شمروز خان مسجدي وويل، چې د پخواني اجراييه رياست بوديجه اوس دوى نورو ادارو ته لېږي او د دغه رياست د کارکونکو معاش به د فرمان د لغوه کېدو تر نېټې پورې ورکول شي.

د يادولو ده چې ولسمشر غني د لوړې نه وروسته په يوه ځانګړي فرمان کې اجراييه رياست لغوه اعلان کړ، خو بل لوري ته د همه شموله حکومت ځان بللي ولسمشر عبدالله عبدالله په يو فرمان کې وويل، چې هغه به په خپل حکومت کې د يوه فرمان له لارې اجراييه رياست جوړ او نوى اجراييه رييس به ورته وټاکي.

تېره ورځ ولسمشر غني ملت ته په خپله وېنا کې وويل، چې له عبدالله عبدالله سره يې مذاکرات ترسره کړل او غوښتل يې چې هغه ته د سولې په برخه کې واک ورکړي او د هغه د ټيم ملګرو ته په کابينه کې ځاى ورکړي، خو د هغه په وېنا، چې عبدالله غواړي په اساسي قانون کې تعديل راوستل شي، چې دا زما په واک کې نه ده.

Loading...

دا هم ولولئ

روسيه

که څوک له کرنټينه وتښتېدل، ٧ کاله به زنداني شي

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ مارچ ٢٠٢٠): په روسيه کې د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره سختې …