کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د ځيرک موبايل اخيستلو په وخت کې دې ۵ ټکو ته پام وکړئ
ځيرک موبايل

د ځيرک موبايل اخيستلو په وخت کې دې ۵ ټکو ته پام وکړئ

کله چې نوی ځيرک موبايل اخلو نو ډېر کله واضح ټاکنه او انتخاب نه شو کولی چې کوم موبايل واخلو، کله مو زړه کېږي چې ټول واخلو کله وايو چې هېڅ یې وانخلو، ډېر چورتونه مو نور بېخي د موبايل اخيستلو پښېمانه کړي خو بيا مو هم د نوي موبايل څخه زړه نه صبرېږي، اوس د موبايلونو شرکتونه او کمپنۍ هم کمې نه دي، انسان حېران وي چې د کومې کمپنۍ موبايل واخلي، خو په ټول کې داسې کېږي چې موږ د دوو يا دريو موبايلونو ترمنځ پاتې کېږو، يانې په نظر مو دوه درې یې ډېر ښه راځي، اوس په دې کې د يوه موبايل د غوره کولو په هکله له ستونزې سره مخ کېږو شل او سل فکرونه کوو ترڅو يو یې وټاکو، موږ غواړو چې هم د موبايل بیه ښه وي يانې بوديجه مو پاکه خلاصه نه کړي او هم يې ځانګړنې لوړې وي، البته چې دا غوښتنه زمونږ طبيعي حق دی خو په واقعيت سره د ارزانه او لوړو ځانګړنو موبايل پيدا کول وخت او لټول غواړي.

نو که تاسې هم يو له هغه کسانو څخه ياست چې د موبايل اخيستلو په وخت کې غوڅه پرېکړه په اسانۍ نه شئ کولی، راځئ دلته به په ځينو داسې ځانګړنو خبرې وکړو چې د ځيرک موبايل اخيستلو په وخت زموږ سره مرسته وکړي.

١-: کامرې ته يې ځانګړی پام وکړئ

کله مو چې نیت وکړ چې نوی ځيرک موبايل واخلئ نو د موبايل کامره يو له هغه ځانګړنو څخه ده چې په هکله یې بايد زيات متوجه اوسئ، د موبايل اخيستلو په وخت بايد د کامرې کيفيت ته ځانګړی پام وشي ځکه نن سبا د انسانانو مزاج داسې دی چې تل غواړي د خپلو ښو خاطرو ښکلو منظرو انځورونه واخلي، ددې ترڅنګ په کامره کې يوه بله ځانګړنه چې بايد موجوده وي هغه د کامرې چټک خلاصېدل دي، ځکه که د موبايل سيستم ورو وي او په دې سبب کامره هم همدغسې وي نو کېدی شي ډېرې په زړه پورې شېبې کله کله له لاسه ورکړئ، په دې هکله ايفون تر نورو يو څه بريالی ښکاري.

٢-: د سکرین ګرافيک screen resolution

د موبايل د نني سيسټم ګرافيک او ددې کيفيت د موبايل اخيستلو په هکله مهم ټکی دی، ځکه تاسې چې موبايل اخلئ نو د کارونې په وخت به مو دوه سترګې ورته نيولي وي، له همدې کبله بايد دا ځانګړنه یې لوړه وي، هم بايد د موبايل شيشه او سطحه لويه وي او هم پکې دننه سيستم د رنګونو له پلوه غني او پرمختللی وي، که د موبايل شيشه لويه وي بايد سکرین ګرافيک يې هم لوړ وي، ځکه که شيشه لويه او د سکرین ګرافيک ټيټ وي نو بيا د ګرافيک کيفيت خرابېږي، په ټوله کې ۵.۵ اېنچه موبايلونه ښه ګرافيک لري، ددې ترڅنګ هغه موبايلونه چې Super Amoled دي او د ۱۶ ميليونه شاوخوا رنګونه په ځان کې لري، فول اېچ ډي ویډیو پلې کوي او ډکوي هم د ښه ګرافيک څخه برخمن دي.

٣-: د رم Ram اندازه

د موبايل په اخيستلو کې يوه بله د پام وړ ځانګړنه هم رم دی، رم د موبايل موقتي حافظه ده، کله چې تاسې په يو وخت کې څو اپليکېشنونه کاروئ د رم له برکته دي، په ټوله کې د موبايل ټول انډرايډ سيستم رم کاروي، رم ددې سيستمونو د کار لپاره په مؤقتي ډول معلومات د انتظار په حالت کې ساتي او د اړتيا له صورت کې فوري کار کوي، که چېرې د موبايل رم کم وي نو ډېر اپلکيشنونه په یو وخت پکې سم نه کارول کېږي، د موبايل دننه چټک نه وي او کله چې ګوتې پکې وهئ کله کله جام کېږي، که څه هم دوه جي بي رم ډېر کله لويه ستونزه نه لري خو په اوس وخت کې څلور جي بي رم تر نورو ښه دى.

٤-: بېټرۍ

فرض کړئ نوی موبايل مو اخيستی، ډېرې ښې ځانګړنې لري خو چارج نه کوي، چارج په چټکۍ سره خلاصوي، هغه هم زموږ په هېواد کې چې نن برېښنا وي سبا نه وي، د داسې يو زړه ماتونکي حالت څخه د خلاصون لپاره اړينه ده چې کله مو موبايل اخيست بېټرۍ ته یې حتماً پام‌ وکړئ چې لوړه وي، په اوس وخت ۴۵۰۰ امپيره بېټرۍ يوه ورځ ښه بسنه کوي.

٥-: بيرونۍ بڼه يې

د موبايل شيک والی اړین دی، که داسې يو موبايل واخلئ چې رنګ یې ښه نه وي، شا یې پلاستیکي وي، ډبل وي، نو دا څه وخت وروسته ستاسې زړه وهي او فوراً مو بل موبايل ته زړه کېږي چې وايې خلئ له دې کبله د موبايل شيک والي ته ځانګړې پاملرنه پکار ده.

ژباړه : منيب الرحمان رحماني

Loading...

دا هم ولولئ

مارک زوکربرګ

د مارک زوکربرګ شتمنۍ کې په ٢ مياشتو کې ٣٠ ميليارده ډالر زيات شو

په ټوله نړۍ کې د نوي کورونا ويروس له امله اقتصاد او کاروبارونه په ټپه …