کورپاڼه / ژوند / د ژوند ملګري\ملګرې د خوشحالولو لپاره ٦ لارښوونې
ګډ ژوند

د ژوند ملګري\ملګرې د خوشحالولو لپاره ٦ لارښوونې

د ښځې او خاوند ګډ ژوند خوشحاله کول څه ګرانه نه ده، په ډېرو وړو وړو شيانو په ګډ ژوند کې خپګانونه رامنځته کېږي، چې د ليرې والي سبب ګرځي، په ګډ ژوند کې ذمه واري او هڅې مهمې دي چې بايد د يو بل د خوشحالولو لپاره ترسره شي، په دې ليکنه کې ٦ لارښوونې درسره شريکوو، چې کولاى شئ خپل د ژوند ملګرى\ملګرې خوشحاله کړئ.

يو بل وخندوئ

له يو بل سره په مسکا او خندا ژوند تېرولو سره ستاسې په بدن کې د اکسيټوسن هارمون پېدا کېږي، چې دا ستاسې طبيعت لا ښه کوي. تل چې په خپل منځ کې خندا کوي، هغه واده کړې جوړې ډېر خوشحاله وي. دوى د ژوند د ډېرو ستونزو حل په خندا خندا کې راوباسي. که تاسې هم غواړئ چې خپل ګډ ژوند مو ښه، خوشحاله او بريالى وي، نو يو بل سره وخاندئ.

بده يې مه ګڼئ

په ګډ ژوند کې ښځه او خاوند د يو بل په خبرو بده نه ګڼي، په هر کور کې جنګونه کېږي، خو له ويده کېدو مخکې ټولې ستونزې بېرته حل کېږي، تر څو بله ورځ په خوشحالۍ پيل شي. خپل احساسات مو يو بل سره شريک کړئ او د يو بل په خبرو بد مه ګڼئ.

حساس اوسئ

د ګډ ژوند د خوشحاله تېرولو لپاره ډېر حساس اوسئ او هره لحظه په خوند تېره کړئ. تاسې تر هغې پورې خوشحاله ژوند نه شئ تېرولى، تر څو پورې چې تاسې د خپل ملګري\ملګرې د ژوند له هرې خبرې نه يئ خبر. له خپل ملګري\ملګرې سره خپل تشويشونه، خپګانونه، خوشحالۍ او هر څه شريک کړئ، له دې سره به ستاسې په ګډ ژوند کې اړيکې لا پياوړې شي.

هېڅ هم مه پټوئ

که له خپل ملګري\ملګرې څخه خبرې پټې کړئ، نو ستاسې ګډ ژوند کې اړيکو ته تاوان رسوي. په ځانګړې توګه داسې خبرې چې تاسې له خپل ملګري\ملګرې څخه پټه کړې وي او هغه له بل ځايه خبر شي. د خپل ژوند ملګري\ملګرې سره د پېسو، د کورنۍ، خپلوانو او هر څه په اړه خبرې وکړئ، ستاسې د ژوند ملګرى که تاسې پېژني، نو په ټولو شيانو به وپوهېږي.

د خپل ژوند ملګري\ملګرې ته د بدلون چانس ورکړئ

هر څوک غواړي چې خپلې خبرې په ازادانه ډول وکړي، که ستاسې د ژوند ملګرى\ملګرې غواړي چې خبرې وکړي نو هغه ته د خبرو چانس ورکړئ او خبرې يې په ارامه واورئ. په ګډ ژوند کې دا ډېره مهمه ده چې تاسې يو بل واورئ او په يو بل ځان پوه کړئ. کله چې له يو بل سره خبرې نه کوئ يا هم يو بل نه اورئ، نو اړيکې مو لا پسې خرابېږي.

له يو بل سره مرسته وکړئ

په ګډ ژوند کې د يو بل سره مرسته وکړئ، د يو بل د هيلو په پوره کولو کې ورسره مرسته وکړئ، دا لازمي نه ده چې دواړه دې يو ډول فکر لري، نو د يو بل فکرونه ومنئ او ملاتړ يې وکړئ. د يو بل نظر ته احترام ولرئ او له يو بل سره خپل نظرونه شريک کړئ.

Loading...

دا هم ولولئ

کرايه کور

په کرايه د کور نيولو په وخت کې دا ۵ ټکي له ياده مه باسئ

د کور نيولو مسله هم يوه ستړې کوونکې مسله ده، که چېرې سړی خپل موټر …